کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم له ایستل کېدو خبر ورکړی او د هغه هېواد له دغه اقدامه یې هرکلی کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د قرغیرستان دغه اقدام د اسلامي امارت په تړاو د سیمې او نړۍ د سیاسي درک رامنځته کولو ښکارندويي کوي.
سرچینې لیکلي چې دغه اقدام د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په معنا دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان هېواد له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د تحریک نوم ایستل چې مخکې د ا.ا.ا په نوم یادیده، ستايي او هرکلی یې کوي.»
د قرغیزستان دولت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
له دې مخکې قزاقستان هم د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم حذف کړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن