ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځاځي میدان کې بیا د ا.ا او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

ځاځي میدان کې بیا د ا.ا او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

author avatar
7 Sep 2024 - 23:05
ځاځي میدان کې بیا د ا.ا او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې
author avatar
7 Sep 2024 - 23:05

خوست(پژواک، ١٩ وږی ١٤٠٣): ځينې سرچينې وایي، د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ بیا نښته شوې او مرګ‌ژوبله هم لري.

دغه نښته نن له غرمې وروسته پیل شوه، خو لږ وروسته ځايي چارواکو وویل چېدنښته پای ته رسېدلې او پر مهال یې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته یو ځل بیا پیل شوې او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.
د خوست ملکي روغتون کې یوه سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په نننۍ نښته کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

‏په دفاع وزارت کې یوې سرچینې طلوع‌نیوز ته هم ویلي چې، په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نننۍ (شنبې) نښته کې افغان لوري ته څلور تنه ټپيان شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه نښته د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوې پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوې او د مقابل لوري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه سرچینه هم وایي چې، لاهم په سیمه کې پوځي خوځښتونه روان دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.