کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ولایت ته سفر کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ته سفر کړی دی.
هغه وایي، په دغه پلاوي کې د تاریخي ابدو د ساتنې او ترمیم رییس انجنیر محمدحسیب نسیم او د تخنیکي ټیم انجنیران شامل دي چې د جام منار وضعیت به و ارزوي.
هغه لیکلي چې دغه پلاوی به د جام تاریخي منار ترڅنګ د دغه ولایت نورې تاریخي ابدې هم و ارزوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پیل کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي وو چې وروستیو سېلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو اړولو ترڅنګ د جام تاریخي منار ته هم زیان اړولی دی، له مرکزي حکومت او نړۍوالو موسسو یې غوښتي وو چې د دغه منار خوندیتوب برخه کې اقدامات وکړي.
د غور جام منار په نوي ډیلي کې له قطب منار وروسته د خښتو جوړ دویم منار دی چې د غور شهرک ولسوالۍ په جام سیمه کې موقعیت لري.
یاد منار په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو او د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په لسمه د اسلامي فرهنګي میراثونو نوملړ کې شامل شوی دی.
د جام منار ۶۳ متره لوړوالی لري او د غوریانو دور کې د سلطان غیاثالدین غوري له خوا جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP