کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د لومړنیو اړینو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نفتي توکي
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۳ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۶۶ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یوه ګازپلورونکي محمدشریف وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن هم یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.
خوراکي توکي
په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو اوو ورځو په څېر نن په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۸۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړی په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۳۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
سره زر
د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالحزاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په څېر یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سره زر په ۴۶۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۶۵۰ افغانۍ پلوري.
د اسعارو بیه
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۱۰مه یو امریکايي ډالر په ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۸ افغانیو بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP