Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ایبک (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر عمومي لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ په مربوطاتو کې د سمنګان – بلخ پر عمومۍ لار ترافیکي پېښه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه د کرولا موټر او یو موټرسایکل د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او د دوو ښځو په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د سمنګان د ولایتي روغتون امر ډاکټر سیدعثمان حمیدي وايي چې د درېیو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دغه روغتون د ډاکټرانو تر جدي درملنې لاندې دي.

ځايي مسوولین د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.