ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عام خلک د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو پیل ته خوښ دي

عام خلک د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو پیل ته خوښ دي

author avatar
11 Sep 2024 - 14:30
عام خلک د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو پیل ته خوښ دي
author avatar
11 Sep 2024 - 14:30

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د هېواد یو شمېر ولایتونو کې خلک د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارو پیل ته خوښ دي، وایي چې د دغو پروژو له پیل سره کارونه پیدا کېږي او د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي.

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څنګ ته یې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک جوړولو پروژې هم دي – نن په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سب‌سټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

پژواک خبري اژانس د یادې موضوع په اړه په یو شمېر ولایتونو کې له عامو خلکو سره مرکې کړې دي.

د بلخ د مرکز مزارشریف یوه اوسېدونکي نقیب‌الله کریمي پژواک ته وویل چې د دغو پروژو د چارو له پیل سره به د افغانستان اقتصاد پرمختګ وکړي او هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژو د چارو پر پیلېدو خوښ دی او له خلکو غواړي چې د داسې پروژو ملاتړ وکړي.

ورته مهال، د کندهار یوه اوسېدونکي هدایت‌الله صالح پژواک ته وویل، د ټاپ، ټاپي پروژې هغه څه دي چې افغانان ورته له ډېرې مودې راهیسې په تمه وو او ټولو هیله درلوده چې یادې پروژې به په تېر جمهوريت کې ترسره شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.

هغه زیاته کړه، اوس هم ناوخته نه دی، دا چې افغانان اوس مهال تر پخوا ډېر له اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخ دي، نو د دې پروژو په پلې کېدو سره به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز افغانستان ته به یې نورې اقتصادي ګټې هم ورسېږي.

ده وویل: «موږ په هېواد کې د انټرنېټ، ترانزیټ او برېښنا د کمښت له ستونزو سره مخ یو او دا شیان په اوس وخت کې تر ټولو مهم دي چې د دې پروژو له لارې به د افغانستان اړتیا یوه اندازه پوره شي او ښه عاید به هم ترې ولري.»

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو چارې دې په چټکۍ ترسره کړي، څو بیا په کې کوم خنډ او ځنډ پېښ نه شي.

دغه راز، د هرات یوه اوسېدونکي عزیزاحمد شهروند له پژواک سره خبرو کې څرګنده کړه، دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې افغانستان داسې یو ځای ته رسېږي چې دغه ډول سترې پروژې پیلوي.

نوموړی زیاتوي، بې‌کاري ده، خلک بې‌وزله دي او په دې پروژو کې به خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصادي وضعیت به یې ښه شي.

د کابل اوسېدونکي او د پوهنتون استاد محمدصیام حلیم پژواک ته وویل، د ټاپي په څېر د پروژو له پرانیستلو سره به د افغانستان اقتصادي وضعیت د پام وړ ښه شي او هغه پیسې چې له حق‌العبوره افغان حکومت ته ورکول کېږي، کولای شي په نورو زیربنایي پروژو کې یې ولګوي.

دی زیاتوي: «د ټاپي او ټاپ په څېر سترې پروژې د ټولنې د بېلابېلو طبقو لکه ځوانانو لپاره ډېر ښه شرایط رامنځته کولای شي، څو په هېواد کې د بېکارۍ کچه په جدي توګه راکمه او همدارنګه د نشه‌یي توکو، ناامنۍ او کډوالۍ مخه ونیول شي چې د ځوانانو په منځ کې د بېکارۍ ریښې لري.»

همدارنګه د جوزجان یو اوسېدونکی قیام‌الدین قیام هم وایي، خوښ دی چې یادې پروژې پیل شوې؛ ځکه په دې سره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.

هغه زیاته کړه: «دغه پروژې د افغانستان په اقتصاد کې اساسي رول لري، اوسمهال په افغانستان کې ډېر خلک بې‌کاره دي او په دې سره به خلکو ته کار پیدا شي.»

د ننګرهار اوسېدونکي اکمل خوږیاڼي پژواک ته وویل چې د دغو پروژو چارو له پیل سره به ډېرو خلکو ته کار پیدا شي.

هغه زیاته کړه: «اوسمهال ګڼ شمېر ځوانان د بېکارۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي او یا هم کډوال کېږي، د ټاپي پروژه چې د کاري فرصتونو پیدا کېدو برخه کې ستره پروژه ده، کولای شي له هېواده د ځوانانو وتلو مخه ونیسي.»

د خوست یو اوسېدونکی شاهدالرحمن وایي چې د دې پروژې په عملي کېدو به زرګونو افغانانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: «بل دا چې له دې پروژې سره به د افغانستان عواید زیات شي، اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په حیث باید دې ته ژمن و اوسي چې په افغانستان کې دغه لویه پروژه په ټول قوت سره پلې کړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

صدیق‌الله چې د نیمروز اوسېدونکی دی وایي، د دغو پروژو د چارو پیل ته خوشحاله دی او زیاتوي چې دا د افغانستان د خلکو یو ارمان و.

د هغه په خبره، د دې پروژې چارو په پیلېدو سره به د نیمروز ولایت ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره شي؛ ځکه یاده پروژه د دغه ولایت له دلارام ولسوالۍ تېرېږي.

د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ټاپي پروژې اړوند ۲۱۴ کیلومتره د ګاز نل‌لیکه په ترکمنستان کې جوړه شوې او نن یې د افغانستان په خاوره کې هم کار پیل شو.

دغه نللیکه په افغانستان کې له نیمروز، هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

د راپورونو له مخې، د دې پروژې له درکه به افغانستان هر کال تر ۴۰۰ میلیون ډالرو حق‌العبور ترلاسه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.