ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت څه باندې ۸ زره بستونه اعلان ته وسپارل

پوهنې وزارت څه باندې ۸ زره بستونه اعلان ته وسپارل

author avatar
15 Sep 2024 - 18:20
پوهنې وزارت څه باندې ۸ زره بستونه اعلان ته وسپارل
author avatar
15 Sep 2024 - 18:20

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د پنځم او شپږم اداري بستونو په ګډون د ښوونکو ۸۱۶۵ بستونه ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.

د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یاد وزارت د پنځم او شپږم اداري او د ښوونکو اړوند ۸۱۶۵ بستونه د ازموینو ملي ادارې ترمنځ د یوه هوکړه لیک له مخې د ازادۍ سیالۍ له لارې اعلان ته وسپارل شول.

هغه زیاته کړه، په دغو بستونو کې قوم‌پالنه‌، ژبپالنه، سمت‌پالنه، نژادپالنه معیار نه، بلکې معیار پوهه، لیاقت او استعداد دی.

دی زیاتوي، خلک کولای شي چې د دغو بستونو لپاره د راتلونکو لسو ورځو په موده کې نوم‌لیکنه وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، زیات شمېر ښوونځي د ښوونکو او اداري کارکوونکو له کمښت سره مخ دي او په وینا یې چې د یادو بستونو د ګومارنې پروسې په بشپړېدو سره به په ښوونځیو کې موجودې تدریسي او اداري ستونزې حل شي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني وویل، که د یوه هېواد پوهنې برخه پیاوړی وي، د لوړوه زده‌کړو برخه به هم پیاوړی وي.

دی وايي، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد پوهنې برخې ته په سمه توګه پاملرنه نه وه شوې او کمروزې وه.

حقاني ولس ته د ازموینې د بشپړ شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او پر شرایطو له برابرو ځوانانو یې وغوښتل چې د یادو بستونو په ازموینه کې ګډون وکړي.

حقاني دغه‌راز له مسوولینو هم وغوښتل چې د ښوونکو د معاشونو زیاتوالي په برخه کې پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزات عمومي اداري رییس مفتي محمد یوسف ثاقب د یاد شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې په اړه وویل، د کابل ښار او ولایتونو په مرکزونو کې د یوه نوماند د زده کړو کچه باید حداقل ۱۴ پاس وي او د ولایتونو په ولسوالیو کې د یوه نوماند د زده کړو کچه باید ۱۲ پاس وي.

دی وايي، دغه بستونه په کندهار، هرات، زابل، فراه، میدان‌وردګ، ارزګان، هلمند، خوست، پکتیا، غزني، ننګرهار، غور، لغمان، نیمروز، نورستان، پنجشېر، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، سرپل،کابل ولایت او د کابل ښار کې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.