کابل (پژواک، ۲۶ ږوی ۱۴۰۳): په کابل کې د ازبکستان سفیر د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره د مخه ښې په لیدنه کې ویلي، د هېواد پانګهوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، شادمانونف چې په افغانستان کې یې دوولس کلن ماموریت پای ته ورسېد، له خپل هېواد سره یې د اسلامي امارت پر نېکو اړیکو خوښي وښوده او ویې ویل، په دغه هېواد کې یې د خپل ماموریت پرمهال هڅه کړی چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شي او پراختیا ومومي.
شادمانوف ویلي، د هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج او انرژۍ برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
ارګ لیکلي، د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په یادولو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
هغه ویلي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هرکلی کوي او تاجرانو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.
دا په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې (د وږي په ۲۴ مه) په کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدیف هم د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن