ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي

بادغیس کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
17 Sep 2024 - 15:42
بادغیس کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
17 Sep 2024 - 15:42

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): په بادغیس ولایت کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي.

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار د «حنظله لېسې» د اتم ټولګي زده‌کوونکي الله‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ښوونځي کې یې د څښاک پاکې اوبه نشته.

هغه زیاته کړه، ډېر زده‌کوونکي ښوونځي ته د تلو پر مهال له بازاره معدني اوبه اخلي، خو بې‌وزله کسان د ښوونځي تر رخصتېدو او کور ته تر ستنېدو پورې تږي پاتې وي.

هغه له مسوولینو وغوښتل: «زموږ هیله دا ده چې دولت راته د څښاک اوبه برابرې کړي، څو وکولای شو استفاده ترې وکړو، زموږ ډېری ټولګي‌وال تروې اوبه څښي.»

په همدې حال کې، په قلعه‌نو ښار کې د «قرقیطو لېسې» د لسم ټولګي زده‌کوونکی محمدمهدي هم ورته شکایت لري او وايي چې ډېری زده‌کوونکي د څښاک پاکې اوبه له خپلو کورونو ښوونځي ته راوړي او ځیني نور بیا په بازار کې معدني اوبه پېري.

هغه زیاته کړه: «موږ ته دې د پاکو اوبو یو نل جوړ کړي، څو استفاده ترې وکړو او مریضان نه‌شو.»

دغه‌راز، په قلعه‌نو ښار کې د (قلعه‌نو ښار د نسوان لېسې» زده‌کوونکې ۱۲ کلنه زېبا هم په دغه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای له بازاره اوبه واخلي.

هغې وویل: «زموږ په ښوونځي د څښلو اوبه نشته، هره ورځ تږي پاتې کېږو، کور مو لرې دی، یو ترموز اوبه راوړو هغه په لاره خلاصېږي.»

هغې هم له حکومته د دغه ولایت په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.

بلخوا، بادغیس کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدیعقوب پر دې باور دی چې د ککړو او ناپاکو اوبو څښل پر بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه د نس‌ناستي، محرقې او نورو ناروغیو د ماشومانو د اخته لامل ګرځي چې ځینې وخت د ناروغ د مړینې سبب هم کېږي.

هغه زیاته کړه: «ډېری ناروغۍ کېدای شي له ولاړو او ناپاکو اوبو د استفادې له لارې ماشومانو ته انتقال شي، که ماشومان دغه ډول اوبه وڅښي نو د هاضمې سیسټم پر ناروغیو، د نس‌ناستي، استفراق او محرقې پر ناروغیو اخته کېږي او که درملنه یې ونه‌شي، د ناروغ د مرګ لامل ګرځي.»

په همدې حال کې، د بادغیس د پوهنې رییس محب‌الله احسان پژواک ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ډېری ښوونځي د څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دي او دغه ستونزه یې مخکې په کابل کې د پوهنې وزارت له مسوولینو سره شریکه کړې ده.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې له همکارو بنسټونو او موسسو سره په‌ګډه په تدریجي ډول په دغه ولایت کې ټولو ښوونځیو ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

هغه وویل: «دا یو واقعیت دی چې ډېری ښوونځي د څښاک پاکې اوبه نه لري او ان د ولایت په مرکز کې هم دا ستونزه شته، په بادغیس کې ډېر ښوونځي دي او موږ هڅه کوو څو له همکارو موسسو سره په‌ګډه دغه ستونزه په تدریجي ډول حل کړو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړی د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو ۴۹۰ ښوونځي شته چې څه باندې ۱۴۱ زره زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.