کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت ویلي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي اړوند سندونو او مدارکو د څېړنې پایله کې د دغه ښارګوټي ۲۷۶۱ جریب ځمکه امارتي او لس جریب نوره شخصي تثبیت شوه.
د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي د ۲۷۷۱،۷ (دوه زره اووه سوه یو اویا اعشاریه اووه) جریب ځمکې موضوع مخکې له دې بررسي کړې وه او د ځمکې د متصرفینو د نه قناعت له امله یې موضوع رسماً د بلخ زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته وسپارله.»
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د یادې محکمې د اسنادو او مدارکو، املاکي دفترونو په کره بررسۍ او د متصرفینو د وړاندې شوو سندونو په اړه له اړوندو ادارو د معلوماتو په اخیستلو سره د ۱۰ جریب ځمکې اړوند اسناد او قبالې چې د محفوظ ثبت یې درلود، معتبرې اعلام کړې او په هغو کې شاملې ځمکې یې شخصي تثبیت کړې.
سرچینې ویلي، د بلخ زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس، د متصرفینو نور سندونه چې په هغو سره یې د یاد ښارګوټي د پاتې ځمکې د ملکیت ادعا لرله، باطل وګڼل شول او یاده ځمکه امارتي ثابته شوه.
عدلیې وزارت وایي، د امارتي ځمکو له غصبه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو راګرځول د اسلامي امارت له اساسي موخو ده چې د ځمکو له غصبه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدغه منظور رامنځته شوی دی.
د سرچینې په خبره، دغه کمېسیون مسوولیت لري څو امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو، زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه راوګرځوي او دغه بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د عدلیې وزارت د معلوماتو مخې، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو څېړنې لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوي لري چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP