کابل (پژواک، ۳۱ وږي ۱۴۰۳): نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی خو د مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه ډالر اخیستو ارزښت ۶۸،۸۰ افغانۍ دی او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي میاشتې په ۲۴مه یو ډالر ۶۹،۷۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانۍ تبادله کېدې.
دی د ډالر پر وړاندې د افغانۍ لوړېدو لامل د مرکزي بانک له لوري د ډېرو ډالرو لیلامول یادوي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو عمده بیه له ۱۴۳۰ افغانیو ځخه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، د ډېرې تقاضا او د غوړیو وارداتو کموالي له امله یې د کابل ښار په بازارونو کې بیه یو څه لوړه شوې ده.
خو هغه وایي چې نن لکه د تېرو ۷ ورځو په څېر د ۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو عمده بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه ۱۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۲۵۰۰ افغانۍ، یوه کیلو تور افریقایي چای په ۴۰۰ او یوه کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیو لوړېدل
د کابل ښار په تیمورشاهي سیمه کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وایي چې نن د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سره زر له ۴۸۰۰ افغانیو څخه ۴۸۵۰ افغانیو او یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر له ۳۸۰۰ افغانیو څخه ۳۸۵۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.
د سرو زرو پلورونکو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو په بیو کې تغییر د هغو د نړۍوالو بازارونو د بیو له تغییر سره تړاو لري.
د نفتي توکو بیې
د احمدیار ګروپ د تېلو پمپ یوه کارکوونکي وویل چې نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۶۴ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار کلولهپشتې سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یوه کیلو ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP