Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎

«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎

author avatar
22 Sep 2024 - 21:48
«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎
author avatar
22 Sep 2024 - 21:48

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): روغتیایي متخصصین په ماشومانو کې د سوري زړه ناروغي مورزادي ستونزه بولي ‎او له کورنیو غواړي چې که له زېږون وروسته په ماشوم کې د نفس‌تنګۍ، د نوکانو او شونډو شین‌والي، تبې او کمزورتیا نښې وویني، ژر تر ژره یې دې روغتون ته ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د سوري زړه پر ناروغۍ اخته د سلګونو ماشومانو وړیا عملیات او درملنه کېږي.

د زړه د جراحۍ متخصص: د زړه سوری مورزادي ستونزه، خو درملنه یې شونې ده

«د ماشومانو او میندو لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ» کې د زړه جراحۍ متخصص ډاکټر عبدالله یوسفزي ‎پژواک خبري اژانس ته وویل، د زړه سوری یوه مورزادي ستونزه ده چې ماشوم د زېږون له لومړۍ ورځې پرې اخته وي.

د هغه په خبره، ‎له وخته مخکې زېږون، د مور او پلار د وینې ګروپ ورته‌والی، په زیات عمر کې د مور حمل اخیستل، د امېندوارۍ پر مهال د نشه‌یي توکو کارول ‎او په خپل سر د درملو خوړل، ‎د سوري زړه پر ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل ګرځي.

هغه وایي، اوږدمهاله ټوخی، نفس‌تنګي، ناسالمه وده، د ماشوم ناارامي‎، تبه او خولې، بې‌اشتهایي، ناسمه تغذیه، د نوکانو او شونډو شین‌والی د خېټې پړسوب د سوري زړه ناروغۍ نښې دي.

ډاکتران وایي، په ماشوم کې د نوکانو او شونډو د شین‌والي، کمزورتیا او تبې نښو لیدو په صورت کې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

ډاکټر یوسفزي وویل: «د زړه د سوري درملنه چې مورزادي ناروغي ده، د عملیات له لارې کېږي، خو که ناروغي ډېره سخته نه وي، ناروغ ته کمکي درمل ورکول کېږي څو د وخت په تېرېدو سره یې نقیصه له منځه لاړه شي.»

د هغه په وینا، په دغه روغتون کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه او عملیات کېږي؛ ځکه چې د دې څانګې ډاکټرانو په بهر کې زده‌کړې کړې دي.‎

هغه وایي، په دغه روغتون کې د دې ترڅنګ چې ناروغان د پیسو په بدل کې عملیات کېږي، خو ځینې ناروغان چې د افغانۍ سرې میاشتې ټولنه یې ورمعرفي کوي، هم عملیات کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنه هره میاشت شاوخوا ۵۰ د زړه په سوري اخته ماشومان د عملیات لپاره دغه روغتون ته ‎ورمعرفي کوي او دغه روغتون په میاشت کې ‎د سلو دغه ډول ماشومانو د عملیات او درملنې ظرفیت لري.

افغاني سرې میاشتې ټولنه: تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا زر د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان عملیات شوي

د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې د نشراتو رییس مولوي مدثر همراز پژواک ته وویل چې دغه بنسټ له ۲۰۰۸ کال راهیسې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه پیل کړې او دا مهال د هېواد په روغتونونو کې د‎ ۹۳ سلنه دغه ډول ماشومانو د جراحۍ عملیات کېږي.

د هغه په خبره، ‎په تېرو کلونو کې چې د دغه ډول ناروغانو درملنه په هېواد کې نه کېده، نو هغوی یې د درملنې لپاره پاکستان، چین او هند هېوادونو ته لېږدول.

هغه زیاته کړه: «د افغاني سرې میاشتې ټولنه هر کال د زړه په سوري د اخته شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومانو درملنه کوي چې د سږ کال له پیله تر اوسه ۹۹۷ ماشومانو درملنه شوي او رغېدلي دي.»

د سرچینې په خبره، ‎دا مهال شاوخوا ۱۳ زره د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان له سرې میاشتې سره ثبت شوي او د عملیات او درمنلې په تمه دي.‎

هغه روغتونونو ته د دغو ماشومانو د معرفي کولو پروسې په اړه وویل، کله چې ناروغان دغه بنسټ ته ورځي، د معایناتو له ترسره کولو وروسته ماشومان راجستر کېږي او د نوبت له مخې یې په ټاکلي وخت عملیات کېږي.‎

هغه مور چې له عملیات وروسته یې ماشوم روغ شوی

د جوزجان ولایت شبرغان ښار اوسېدونکې ثریا چې له خپل ماشوم سره «د ماشومانو او میندو لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ» کې بستر ده، وایي: «زوی مې د زړه په سوري اخته و او د درملنې لپاره دغه روغتون ته معرفي شوی دی.»

د هغې په خبره، زوی یې ‎چې پنځه‌نیم کلن دی، د څو ډاکټرانو له لوري له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دی.‎

هغه وايي، د زوی له عملیات یې یوه اونۍ تېرېږي او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

Views: 125

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.