شبرغان (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): جوزجان کې ځینې انځورګرې نجونې له مسوولینو غواړي چې د هنري، په ځانکړې توګه د انځورګرۍ نندارتونونو په جوړولو سره د دوی ملاتړ وکړي.
د شبرغان ښار یوه اوسېدونکې خوشینه خرمي چې له یولسو کلونو راپدېخوا د انځورګرۍ پر کار بوخته ده، پژواک خبری اژانس ته یې وویل چې د ښوونځي په لسم تولګي کې وه چې دغه هنر ته یې مخه کړې ده.
نوموړې وایي چې انځورګري یې په اکاډمیک ډول نه ده زده کړې، بلکې دا هنر یې په لنډمهاله کورسونو کې زده کړی دی.
هغې زیاته کړه: «کومه لېوالتیا مې چې له انځرګرۍ سره درلوده، د کورنۍ په ملاتړ او ښوونکو چې زه ښوونځي کې هڅول ومې کولای شو چې خپلو هیلو ته ورسېږم، ډېری وخت به مې په مناسبتي ورځو کې پر دېوالونو نقاشي کوله.»
هغې وویل، د کار له پیله تر اوسه پورې یې پر دوه سوه ټابلوګانو نقاشي کړې ده چې ډېری یې د خلکو فرمایشونه وو او پلورل شوي، هغې زیاته کړه چې خپلې ټابلوګانې یې په ځینو مناسبتي ورځو کې مزار ښار او جوزجان ولایت کې نندارې ته کېښودلې چې د خلکو يې هرکلی کړی دی.
خوشینه وایي چې ډېری انځورونه یې د سولې، د یو بل منلو، لوړ فکر، بریالیتوب ته د رسېدو هڅې، د کورنیو په کچه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او داسې نور پیغامونه لېږدوي.
نوموړې اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل: «مخکې کلونو کې ډېر ښه و، بېلابېل فرمایشونه به مو تر لاسه کول، په ښوونځيو او یا هم پر دېوالونو بېلابېلې نقاشۍ وې، له دې لارې مو ښه عاید درلود خو دې وروستیو کلونو کې د انځورګرانو کاروبار پیکه شوی دی.»
د خرمي په خبره، مخکې به یې د کور په لګښتونو کې میاشت کې تر ۸۰۰۰ افغانیو پورې برخه اخیسته، خو اوس په میاشت کې زر افغانۍ هم عاید نه لري.
هغه له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي، له انځورګرانو د ملاتړ او د هغوی اثارو ته د بازار موندنې په موخه د نقاشۍ هنر نندارتونه جوړ کړي.
دغه ولایت کې یوه بله انځورګره ګیتا تلاش هم ورته شکایت لري او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
هغه وایي، اته کاله کېږي چې د نقاشۍ هنر ته یې مخه کړې او په دې برخه کې لسګونه اثار لري.
نوموړې زیاته کړه: «دې وروستیو څو کلونو کې مې نه کوم فرمایش اخیستی او نه مې کوم نوی کار کړی…. اوس نهشم کولی لکه د پخوا په څېر نقاشي وکړم.»
هغه هم د خوشینې په څېر له مسوولینو غوښتنه کوي چې نقاشانو ته کاري فرصتونه برابر او د نقاشۍ هنر نندارتونه جوړ کړي او د انځورګرو مېرمنو د اثارو لپاره دې بازار موندنه وشي.
ورته مهال، د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیفالدین معتصم پژواک ته وویل: «موږ په هڅه کې یو څو د موسسو او بېلابېلو ارګانونو په همکارۍ یو هنري نندارتون جوړ کړو، څو انځورګرې ښځې هم د شریعت په چوکاټ کې خپل هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP