Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه الماني شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

یوه الماني شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

author avatar
24 Sep 2024 - 15:04
یوه الماني شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی
author avatar
24 Sep 2024 - 15:04

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د فیلاند په نوم د یوه الماني شرکت له رییس پییر فیلاند سره په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د فیلاند شرکت رییس وویل چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.

سرچینه کاږي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یاد شرکت له لېوالتیا هرکلی وکړ او د شرکت مسوولینو ته یې په دې اړه د وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه، په لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو تخنیکي ډلې دې د پروژې برخه کې د همغږۍ او مشخصولو په موخه په ګډه کار وکړي، څو د عملي کار د پیل لپاره زمینه برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بل خبر کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون په افغانستان کې د چین سفارت له تجارتي او اقتصادي مسوول ماچنګوانګ او د پاور چاینا شرکت له مسوولینو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو پلې کولو په هکله د ګډې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

یاد وزارت ویلي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې لیدنه کې هغوی ته د انرژۍ د تولید پروژو په پلې کولو او د پانګونې زمینې برابرولو برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د چین سفارت اقتصادي مسوول ژمنه وکړه چې چین په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ د تولید  پروژو په پلې کولو کې ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.