Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشد خان او رحمان‌الله ګربز مخکې شوي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشدخان د توپ‌اچونې برخه کې درېیم ځای خپل کړی او رحمان‌الله ګربز بیا په لسو غوره توپ‌وهونکو کې راغلی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجه‌بندي خپره کړې ده.

په دې درجه‌بندي کې د توپ‌اچونې برخه کې راشدخان درېیم او رحمان‌الله ګربز بیا اتم ځایونه خپل کړي دي.

بلخوا، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ له ګټلو وروسته راشدخان د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو توپ‌اچوونکو او رحمان‌الله ګربز د توپ‌وهونکو درجه‌بندۍ کې مخته تګ کړی.

نوموړی زیاته کړې، راشدخان د یادې لړۍ په دوو لوبو کې ۷ لوبغاړي وسوځول چې په دې سره ۸ درجې مخکې شو او د کرکټ نړۍوالې شورا په وروستۍ درجه‌بندۍ کې یې د یو ورځنیو سیالیو غوره توپ‌اچوونکو په نوملړ کې درېیم مقام خپل کړ.

هغه ویلي، رحمان‌الله ګربز بیا د دې لړۍ په ۳ لوبو کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې چې په دې سره ۱۰ درجې مخکې شوی او د کرکټ نړۍوالې شورا په وروستۍ درجه‌بندۍ کې یې د یو ورځنیو سیالیو غوره توپوهونکو نوملړ کې ۸ مقام خپل کړ.

همدارنګه په دې درجه بندۍ کې د توپوهنې برخه کې پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم لومړی، هندي لوبغاړي روهیت شرما دویم او بل هندي لوبغاړي شموبمن ګېل درېیم ځای خپل کړی دی.

دغه راز، د توپ‌اچونې برخه کې د سوېلي افریقا لوبغاړی مهاراجا لومړي او استرالیایي لوبغاړي ادم زمپا دویم ځای کې راغلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.