ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
25 Sep 2024 - 16:16
خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
25 Sep 2024 - 16:16

خوست‌ښار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): خوست کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله بې‌ځايه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندويه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

دغه کورنۍ چې شمېر يې لسګونو ته رسېږي، د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د غلام‌خان بندر له سیمې بېځایه شوې او دا مهال د يادې ولسوالۍ د کيکۍ په سيمه کې په خېمو کې شپې ورځې تېروي.

د دغو کورنيو غړي وايي، وروسته له هغه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول چې پاکستاني ځواکونو یې د نښتې پر مهال کورونه پر هاوانونو ور وویشتل.

هغوی زیاتوي، د نښتې د بيا پيل له وېرې خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلی، نو له حکومت او مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې د څښلو پاکو اوبو، صحي خوړو او د سرپناه برابرولو برخو کې مرسته ورسره وکړي.

د يوې بې‌ځايه شوې کورنۍ غړي عمر خان پژواک ته وويل: «موږ ته د اوبو تکليف دی، د خېمو تکليف دی، ماشومان مو همداسې په بيديا دي، سرپناه نشته، د دې شيانو ترتيب دې راته جوړ شي؛ ځکه موږ صرف سرونه را باسلي دي.»

دغه راز د يوې بلې کورنۍ مشر داوود وويل: «زموږ څخه ټول سامان پاتې دي، اوس هم موږ د جنګ له وېرې نه شو تللی، همداسې خطر موجود دی، څوک چې باډر طرف ته ورځي، هغوی ډز پرې کوي، موږ د دې مشکل له امله دې ځای ته راغلي يو.»

د يادو بې‌ځايه شوو کورنيو غړي دغه راز وايي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو خلکو اقتصادي حالت ډېر کمزوری دی، نو دواړو حکتونو ته په کار ده چې په دې کرښه رامنځته کېدونکي مسايل د خبرو له لار حل کړي.

د يوې بلې بې‌ځايه شوې کورنۍ غړي سيد بادشاه پژواک ته وويل: «په دې ځای کې موږ خړې اوبه څښو، له دې مريضۍ جوړيږي، نو موږ امنيت غواړو چې جنګ ودريږي، ارام ژوند تېر کړو، موږ دلته پراته يو، د چا خېمې نشته، څوک د ګورګرو لاندې ناست دي.»

بل پلو، ولايتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي او وايي هڅې يې پيل کړې چې د مرستندويه ادارو پر مټ يادو بې‌ځایه شوو کورنيو ته د سرپناه او نورو اړينو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په دې اړه وايي: «پاکستان د جګړې اصول نه دي مراعات کړي او د عامو خلکو کورونه یې پر توپونو او هاوانونو ويشتي دي، نو خلک اړ شوي چې کورونه پرېږدي، د خوست ولايتي اداره بې‌ځايه شوو ته د مرستې برخه کې ژمنه ده.»

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د خوست په غلام‌خان بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې يو موټرچلوونکی ووژل شو او دغه لار تر دې دمه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.