ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د توپان له امله څلور کسان ټپیان شوي

پکتیا کې د توپان له امله څلور کسان ټپیان شوي

author avatar
28 Sep 2024 - 18:45
پکتیا کې د توپان له امله څلور کسان ټپیان شوي
author avatar
28 Sep 2024 - 18:45

ګردېز(پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، د دغه ولایت په دنډپټان ولسوالۍ کې د توپان له امله څلور کسان ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیان هم اوښتی دی.

د پکتيا ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ريس مولوي نثاراحمد نجات پژواک ته وويل چې دغه توپان نن له غرمې وروسته د دنډپټان ولسوالۍ بازار او شاوخوا کلیو کې لګېدلی دی.

هغه وویل، د لومړنيو معلوماتو له مخې، د دغه توپان له امله څلور کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۲۵ کورونه یې زیانمن کړي دي.

ده وویل، د دنډپټان په ولسوالۍ کې ځينې هټۍ او غرفې هم زیانمنې شوې دي.

د نجات په وينا، د ډنډپټان ولسوالۍ بازار کې هم ځينې دوکانونه او غرفې زيانمنې شوې دي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.