کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یادو بندیزونو افغان کډوالو ته د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی او باید سیاسي انګیزې د مرستو وړاندې کولو خنډ ونه ګرځي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزير سيدعباس عراقچي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمداصف د څلور اړخيزې غونډې په اړه خبر ورکړی دی.
سیدعباس عراقچي یاده ناسته کې ویلي: «په افغانستان کې د امریکا مداخله او د هغوی اوږدمهاله نظامي شتون له بدمرغۍ او ناامنۍ پرته بله نتیجه نه درلوده. یادو مداخلو د ډېر شمېر بېګناه افغانانو ژوند واخیست.»
هغه څرګنده کړې، امریکا او متحدین یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتلي وو، خو افغانستان او د افغانستان ګاونډیانو لپاره یې ګډوډۍ پرېیښي دي.
د هغه په خبره، دا واقعیت باید هېر نشي چې امریکا او ناټو د ډېرو ستونزو مسوول دي چې نن افغانستان او د دغه ګاونډیان ورسره مخ دي.
بلخوا، نوموړي زیاته کړه چې ایران د څه باندې شپږ میلیون افغانانو کوربه دی او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
نوموړي څرګنده کړې: «نړۍواله ټولنه بايد له اصلي کوربه هېوادونو لکه ايران څخه دوامداره ملاتړ وکړي. د کډوالو لپاره بشري مرستې باید بېپرې، له سیاسي لاسوهنې او شرط پرته وي.»
عراقچي د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او څرګنده کړې یې ده چې یادو بندیزونو افغان پناه غوښتونکو ته د بشري مرستونو پر وړاندې کولو منفي اغیز کړی دی.
هغه همدارنګه د افغانستان د بشري، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره پر ګډې ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ باید سیاسي انګېزو ته اجازه ور نهکړو چې د افغانستان خلکو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه ونیسي. زموږ لوېدیځ ملګري باید درک کړي چې د ټول نفوس له بنسټیزو اړتیاوو څخه بې برخې کول به د بشري حقونو وده یا د ښځو او نجونو وضعیت ښه نه کړي.»
سرچینې لیکلي چې یاده غونډه د ايران د اسلامي جمهوريت په وړانديز د ملګرو ملتونو د ۷۱مې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په یاده څلور اړخیزه غونده کې د افغانستان وروستی وضعیت څېړل شوی او دغه غونډه د یوې ۱۹ مادهیي بیانیې په صادرولو سره پای ته رسېدلی ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن