Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 خوست کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

خوست ښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند المري سیمه کې د اېم‌ار‌اېکس او وېډز ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل، دغه پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

احرار وایي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.