جلالاباد (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار کانال شرکت وایي، سږ کال د دې ادارې اړوند د زيتونو په حاصلاتو کې درې چنده زياتوالی راغلی او ټاکل شوې چې تر ۱۳۰۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شي.
مسوولين وایي، که څه هم سږ کال طبيعي افتونو د زیتون باغونو ته ډېر زيان رسولی خو د روان کال په جریان کې د زيتونو د باغونو ښه پالنه او ورته پر وخت د اوبو او سرو ورکړه د دې سبب شوي چې حاصلات یې زيات وي.
مسوولین وايي، سږ کال به د زيتونو د تېلو او اچارو په تولید کې هم د تېر کال په پرتله زياتوالی راشي چې ورسره به په بازار کې د زيتونو د تېل او اچارو پيدا کېدل اسان وي.
د ننګرهار ولايت د کانال امارتي شرکت وياند سيدهمايون غريبمل پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د تېر کال په پرتله د زيتونو حاصلات درې چنده زيات شوي دي.
هغه زياته کړه: «تېر کال موږ د زيتونو له باغونو څخه ۴۰۲ ټنه حاصلات راټول کړي دي، سږ کال سره له دې چې طبیعي افتونه هم وو او باغونه ډېر زيانمن شول خو زموږ د تخنيکي خدماتو په وجهه بیا هم حاصلات زيات دي.»
دی وايي، روان کال د طبیعي افتونو له امله د زيتونو د باغونو ۶۰۰ ټنه حاصلات زيانمن شوي هم دي، که دغه حاصلات هم موجود وای نو اوسني حاصلات به نږدې ۲۰۰۰ ټنو ته رسېدل.
د کانال ادارې وياند وايي، سږ کال به د زیتونو له دانو څخه ۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولیديږي او له پاتې دانو څخه د زیتونو د تېلو د تولید پروسه مخته وړل کېږي چې حاصلاتو ته په کتو به د تېر کال په پرتله د زیتونو د تېلو تولید هم درې چنده لوړ وي.
غريبمل دا هم وويل چې د کانال له جوړېدو سره سم د زیتونو نږدې ۳۱۰۰ هکتار باغونه جوړ شوي وو چې په هېواد کې د څو لسيزو جګړو او ناسمې پاملرنې له امله ۱۳۸۰ هکتاره یې له منځه تللي او اوس شاوخوا ۱۸۰۰ هکټاره ځمکه باندې د زیتونو باغونه ولاړ دي.
بلخوا د ننګرهار کانال د زيتونو د پروسس فابريکې يوه کارکوونکي نقيبالله پژواک ته وويل، په دغه فابريکه کې له شلو کلونو راهیسې کار کوي او سږ کال هم د زيتونو د پروسس برخه کې فعاله ونډه لري.
هغه وايي، اوسمهال د اچارو توليد او پروسس پيل شوی چې ډېر ژر به د تېلو توليد هم پيل شي.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د زيتونو تېل او اچار د بهرنيو هغو په پرتله غوره ګڼي خو وايي، نرخونه يې باید راکم شي او دغه راز بايد د هېواد نورو بازارونو ته هم ولېږدول شي.
د جلالاباد ښار يوه اوسېدونکي سعید محمد پژواک ته وويل، د ننګرهار زیتونو فابریکه کې له تولید شوو تېلو او اچارو ګټه اخلي خو نرخونه يې د ایراني او نورو تېلو او اچارو په پرتله يو څه لوړ دي.
دغه راز د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکی رحیم داد هم وايي چې د ننګرهار زیتونو تېل او اچار باید نورو ولایتونو ته هم ولېږل شي.
خو د ننګرهار د کانال امارتي شرکت وياند سيدهمايون غریبمل وایي چې د زيتونو د تېلو او اچارو لپاره ټاکل شوی نرخ مناسب دی او کيفيت ته په کتو ټاکل شوی دی.
هغه دغه راز وويل چې تازه سږ کال په کابل کې هم د زیتونو د خرڅلاو يوه دولتي مغازه پرانیستل شوې او هڅه روانه ده چې د هېواد نورو ولایتونو کې هم د زيتونو د تېلو او اچارو د خرڅلاو زمينه برابره شي.
د ننګرهار د زيتونو د پروسس فابريکه په ۱۳۶۲ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لورې جوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP