Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د دوو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار اوومې او نهمې ناحیو کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو کانکرېټولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروالۍ په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ښار په اوومې ناحیې کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د ۱۷ میلیون او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سړک یو کیلومتر اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې د جوړېدو چارې به یې راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

د مزارشریف ښاروالۍ د یوه بل خبر له مخې، د دغه ښار په نهمه ناحیې نوشاد سیمه کې د درې میلیون افغانیو په لګښت د یوه بل سړک د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

دغه سړک ۶۲۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې راتلونکې یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي.

د یادو سړکونو جوړولو د پیل مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وویل چې د هېواد ابادۍ کې ټول ولس مسوولیت لري او ښاریان باید د پروژو په حفظ او مراقبت کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

بلخوا د یادو سیمو اوسېدونکي د یادو سړکونو جوړولو ته خوښ دي.

د مزارشریف ښار اوومې ناحیې اوسېدونکی ایمل وایي چې د دغه سړک له جوړېدو وړاندې د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه خوښي ښیي چې په سیمه کې یې او د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې پروژې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.