ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې کروندګر: حکومت دې له مونږ څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري

بغلان کې کروندګر: حکومت دې له مونږ څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري

author avatar
29 Sep 2024 - 15:04
بغلان کې کروندګر: حکومت دې له مونږ څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري
author avatar
29 Sep 2024 - 15:04

پلخمري (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): بغلان کې کروندګر وایي، حکومت په داسې حال کې له بزګرانو څخه اضافه شوي غنم پېري چې دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو ټولولو وخت دی او له دوی سره اضافي غنم نه پیدا کېږي، دوی غوښتنه کوي چې د غنمو پر ځای دې ورڅخه وریجې وپېري.

وروسته له هغه چې اسلامي امارت له کروندګرو څخه د اضافه شوو غنمو د پېرلو او ذخیره‌کولو پرېکړه وکړه، په یو شمېر ولایتونو کې رسماً دغه لړۍ پیل شوې چې تازه یو حکومتي پلاوی بغلان ولایت ته د غنمو پېرلو په موخه تللی دی.

خو دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر بیا وايي، بغلان کې اوس د وریجو حاصلاتو ټولولو وخت دی او له کروندګرو سره اضافه غنم نه پیدا کېږي او غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري.

د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ د غروخاش یو بزګر محمدیونس وايي، حکومت باید د غنمو پېرلو لړۍ د پسرلي په غبرګولي یا چنګاښ میاشت کې پیل کړي؛ ځکه اوس دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو ټولولو وخت دی او په کار ده چې حکومت له کروندګرو سره د مرستې په موخه وریجو ته مناسب مارکېټ پیدا کړي.

دغه راز، د همدې ولسوالۍ د ابراخېلو کلي یو کروندګر محمداصف وايي، دغه ولایت کې د وریجو حاصلات تراوسه په بشپړ ډول نه دي راټول شوي خو په بازار کې یې بیه په ټیټېدو ده.

دی وايي، که حکومت له دوی څخه وریجې وپېري، له یوې خوا به دوی له تاوان سره نه مخ کېږي او له بلې خوا به حکومت ته له دغه ولایته په ښه بیه پریمانه وریجې په لاس ورغلې وي.

نوموړي وویل: «د غنمو د حاصلاتو پر مهال یو من (اووه کیلو ګرامه) غنم په ۱۰۰ افغانۍ وو، خو اوس په ۱۵۰ افغانۍ دي، که حکومت هغه مهال له مونږ څخه غنم په سمه بیه رانیولي وای، هم مونږ او هم حکومت ګټه کوله، همدارنګه د وریجو بیه هم ورځ تر بلې راښکته کېږي، اوس یو من (اووه کیلو ګرامه) وریجې په ۳۰۰ افغانۍ دي چې د بزګرانو لګښت هم نه پوره کوي، که سر له اوسه یې په مناسبه بیه د بازار غم ونه خوړل شي، امکان شته چې سږ کال د وریجو بیه نوره هم ټیټه شي چې له امله به یې کروندګر زیانمن شي.»

همدارنګه د دوشي ولسوالۍ د ظهرابي کلي یو تن بزګر عزیزالله وایي، د غنمو د حاصل پر مهال یې ۲۸۰۰ منه غنم په ډېره کمه بیه (من سل افغانۍ) پلورلي، خو اوس حکومت په داسې حال کې له دوی غنم پېري چې له دوی سره غنم نشته او د وریجو حاصلات ټولوي.

دی وايي، بزګر د کال په دغه موسم کې غنم نه‌لري، او حکومت دې له دوی څخه اوس د غنمو پر ځای وریجې وپېري؛ ځکه د غنمو د حاصلاتو وخت تېر او دوی هماغه وخت په ډېره کمه بیه پلورلي دي.

 په همدې حال کې د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو څانګې مدیر ولي امرخېل وایي، د بزګرانو ګيله او غوښتنه پر ځای ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې له بزګرانو د غنمو پېرلو پروسه ځکه بې‌وخته پیل شوې چې د غنمو رانیولو لپاره د ځانګړې شوې بودجې تصویب یې چارې ځنډولې دي.

هغه وايي، هڅه کوي راتلونکی کال دغه لړۍ په خپل وخت پیل کړي.

نوموړي وویل، کرنې وزارت تراوسه له بزګرانو څخه یوازې د غنمو پېرلو پروسه پیل کړې او د وریجو رانیولو ته هیڅ ډول پلان نه‌لري.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.