کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یوه لیک کې د دغه سازمان له سرمنشي او د امنیت شورا له مشر غوښتي چې په لبنان کې د اسرائیلو اقداماتو ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ ناسته جوړه کړي.
تسنیم خبري اژانس نن ( یکشنبه) راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني یوه لیک کې د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترېش او د امنیت شورا له رییس ساموئل زبوګار دا غوښتنه کړې ده.
دغه راپور کې راغلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د امنیت له شورا غواړي چې په لبنان کې د اسرائیلي ترهګر رژیم تېري او د دغه جګړهغوښتونکي رژیم دوامداره جنایاتو ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ ناسته ترسره کړي او اجازه ور نه کړي چې په سیمه کې جګړه لا پراخه شي.»
د یادونې ده چې د تېرې اونۍ د جمعې په شپه د لبنان د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله د دغه هېواد پلازمېنه بیروت ښار کې د اسرائیلي ځواکونو په هوایي برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغه برید کې شپږ کسان مړه او ۹۱ کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP