مزارشریف (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): قرغیزستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي بلخ ولایت کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د بلخ ولایت د رسنیو او معلوماتو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه مرسته کې چې اوړه، غوړي او بوره شامل دي، پرون مزارشریف ښار کې د بلخ ولایت د سرې میاشتې دفتر ته وسپارل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په مرستو کې ۹۰ ټنه اوړه، ۱۵ ټنه بوره او ۱۵ ټنه غوړي شامل دي او ټاکل شوې چې پر مستحقو کورنیو ووېشل شي.
په افغانستان کې د قرغیزستان سرپرست سفیر جولچیف دانیار بغراویچ وايي، دغه مرستې له افغانانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسبو اړیکو پراختیا په موخه رالېږل شوې دي.
د قرغیزستان سفیر دا هم وويل: «مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او پياوړو اړيکو بنسټ دى او قرغیزستان هوډ لري چې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه دا نه يوازې انساني دنده، بلکې یو اخلاقي او دیني دنده هم ده.»
په همدې حال کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس له دغو مرستو مننه وکړه او ویې ویل: «دا مرستې نه یوازې د خواخوږۍ او ګاونډیتوب نښه ده، بلکې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ اوږدمهاله همکاریو او ژورې دوستۍ ته ژمنتیا هم څرګندوي.»
د یادونې ده، له دې مخکې ازبکستان، قزاقستان، ایران، ترکمنستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم دغه ډول مرستې بلخ ولایت کې چارواکو ته سپارلې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن