ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغېس کې ځينې اهنګران: کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بنديز ولګول شوي

بادغېس کې ځينې اهنګران: کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بنديز ولګول شوي

author avatar
29 Sep 2024 - 16:35
بادغېس کې ځينې اهنګران: کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بنديز ولګول شوي
author avatar
29 Sep 2024 - 16:35

قلعه‌نو (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): بادغېس کې ځینې اهنګران د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بندیز ولګوي.

دغه اهنګران چې ډېری اوسپنیز توکي لکه، تبر، تېشه، لور، بخارۍ، بېل، چړې، چاقو او داسې نور توکي جوړوي وایي، دغه صنعت مخکې ښه بازار درلود او له دې لارې له ترلاسه کېدونکي عاید راضي وو.

د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار کې یوه ۶۰ کلن اهنګر عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل: «شاوخوا څلوېښت کاله کیږي چې اهنګري کوم، مخکې به کلیو ته تلم، اهنګري به مې کوله، زموږ کار ډېر ښه و، خو اوس کار‌وبار خراب شوی او ډېری دوکانونه تړل شوي دي.»

نوموړی وایي، کال په کال دغه صنعت خرابېږي او اوسمهال ډېر مینه‌وال نه لري؛ ځګه چې اوس ورته توکي له بهره واردېږي او خلک له داخلي تولیداتو استفاده نه کوي.

هغه د دغه وضعیت دوام اندېښمنوونکی وباله او زیاته یې کړه، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي نو د دغې برخې ډېری کارکوونکي به له دغه کاره لاس واخلي.

عبدالقیوم زیاتوي: «له حکومته هیله لرو، هڅه وکړي چې خلک وهڅوي څو زموږ له تولید شوو توکو استفاده وکړي او کورنیو تولیداتو ته د ورته توکو د واردېدو مخه ونیسي.»

دغه‌راز، قلعه‌‌نو ښار کې یوه بل اهنګر عبدالغفار هم ورته شکایت درلود او ویې ویل: «زموږ پلور ډېر کم شوی؛ ځکه چې له بهره بې‌کیفیته اجناس را واردېږي او بیه یې ټيټه ده، ډېری خلک یې اخلي چې دا چاره زموږ د توکو د کم پلور لامل شوې، موږ نشو کولای، تبر، تېشه، چړې، ساتول، چکُش او نور وسایل جوړ کړو.»

هغه وایي، مخکې په ځانګړي ډول د ژمي او پسرلي په پیل کې یې د ورځې شاوخوا له څلورو تر پنځو زرو افغانیو پورې توکي پلورل، خو اوس په ورځ کې تر زرو افغانیو ډېر پلور نه لري، په ډېره سختۍ د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

نوموړي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې کورنیو تولیداتو ته د ورته توکو د واردېدو مخه ونیسي.

ورته مهال، د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله متقي پژواک ته وویل: «په دې اړه اسلامي امارت ځانګړي فرمانونه صادر کړي چې له داخلي تولیداتو استفاده وشي، موږ خپل مسوولیت ادا کړی او هر وخت مو له داخلي تولیداتو په ځانګړي ډول له لاسي صنایعو لیدنه کړې، د لاسي صنایعو د تولیدوونکو د هڅونې په موخه مو کار کړی او کوو یې.»

ده زیاته کړه، سرپرست حکومت له لاسي صنایعو او داخلی تولیداتو هر وخت ملاتړ کړی او هېواد ته یې د ورته محصولاتو د واردېدو مخه نیولې ده.

د یادونې ده چې مخکې بادغیس کې د اهنګرۍ او لاسي صنایعو صنعت ښه و او قلعه‌نو ښار کې د اهنګرۍ لسګونو هټیو فعالیت درلود، خو اوسمهال دغه شمېره اتو هټیو ته را ټيټه شوې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.