ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مرستیاله د دندې پیل په موخه کابل ته راغلې

د یوناما مرستیاله د دندې پیل په موخه کابل ته راغلې

author avatar
29 Sep 2024 - 15:56
د یوناما مرستیاله د دندې پیل په موخه کابل ته راغلې
author avatar
29 Sep 2024 - 15:56

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي چې د افغانستان لپاره د یوناما د ځانګړې استازې نوې مرستیاله جورجیت ګانیون د خپلې دندې پیل په موخه کابل ته راغله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) نن پرخپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د روانې سپټمبر په درېیمه جورجیت ګانیون افغانستان لپاره د ځانګړې استازې (سیاسي چارو کې) د نوې مرستیالې په توګه وټاکله.

سرچینې زیاته کړې، هغه د خپلې دندې پیل لپاره وړمه ورځ کابل ته راغلې ده.

سرچینه کاږي، ګانیون د سولې رامنځته کولو د ملاتړ او همدارنګه د بشري حقونو، بشري مرستو او په جګړه‌ییزو او له جګړو وروسته سیمو کې د ستراتېژیکو نوښتونو د مشرۍ ۲۸ کلنه تجربه لري.

د سرچینې په حواله، له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې، نوموړې د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ کوونکي پلاوي مرستیالې او همدارنګه د بشري مرستو د همغږۍ کوونکې په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ګانیون د کاناډا ټورنټو ښار کې د اوسګوډ هال او یارک پوهنتون د حقوقو لیسانس او د انګلستان د ایسکس پوهنتون د نړۍوالو بشري حقونو په قانون کې د حقوقو ماسټري لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.