ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې څاه ته لوېدلی ماشوم او څلور ژغورونکي یې د ګاز نیونې له امله مړه شوي

غزني کې څاه ته لوېدلی ماشوم او څلور ژغورونکي یې د ګاز نیونې له امله مړه شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د غزني سېمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ده‌‌یک ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلیماشوم ونه ژغورل شوه او څلور هغه نور کسان هم د ګاز نیونې له امله مړه شوي چې د دغه ماشوم د ژغورنۍ هڅه یېکوله.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د ده‌یکولسوالۍ په کوندر کلي کې یو درې کلن ماشوم ژوري څاه ته لوېدلی و، او تر نن ورځې یې د ژغورنې عملیاتو دوام درلود.

هغه وویل چې دغه عملیات ناکام پای ته ورسېدل، ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ او څلورو نورو کسانو هم چې د ماشوم ژغورولو هڅه یېکوله په څاه کې یې د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې سېمې یو اوسېدونکی محمد یعقوب وایي: «ولسونو، چارواکو او د ژغورنې ډلې ډېره زیاته هڅه وکړه چې د ماشوم ژوندی وژغورلشي، خو ونه شو او نن د ماشوم تر څنګ څلور نور هم ووژل شول

د یادوني ده چې دا په غزني ولایت کې برمې ته د ماشوم د لوېدلو لومړۍ پېښه ده خو تر دې وړاندې هلمند، کندهار، پکتیکا او ځينو نوروولايتونو کې هم ورته پېښې شوې وې.

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.