کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د کورش نړۍوال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي او د تجربو شریکولو ته لومړیتوب ورکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د کورش نړۍوال فدراسیون رییس حیدر فرمان او ورسره پلاوي سره کابل کې لیدلي.
په دې لیدنه کې د کورش نړۍوال فدراسیون رییس وویل، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د افغاني ټولنې حالت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې غربي رسنۍ او سیاستوال یې په هکله څرګندونې کوي.
هغه ویلي، د افغانستان د لوبو په تړاو یې له ګڼو افغان چارواکو سره مثبتې لیدنې ترسره کړي او هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې له افغان لوبغاړو سره همکارۍ او د تجربو شریکولو ته زمینه برابره کړي.
هغه څرګنده کړه، افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري او اړتیا ده چې د افغانستان د لوبو د پراختیا او پرمختګ لپاره نړۍوالو اړوندو ادارو ته د راتګ بلنه ورکړل شي، څو وضعیت له نږدې وګوري.
فرمان د خپلو خبرو په پای کې ورزش له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو لپاره ښه فرصت یاد کړ او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل، افغان زلمیان غوره وړتیاوې لري او په تېرو څو میاشتو کې یې ثابته کړه چې په نړۍواله کچه بریاوې ترلاسه کولی شي.
هغه زیاته کړه، نړۍوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې او د تجربو شریکولو ته لومړیتوب ورکړي.
مولوي عبدالکبیر په نړۍوالو ډګرونو کې د افغان لوبغاړو فوقالعاده وړتیاوو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د خپلو ورزشي لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ کوي او د ورزشي فرصتونو زیاتېدو لپاره له اړوندو نړۍوالو ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د ځوان نسل د روزنې او په مناسبو برخو کې د هغوی د بوختیاوو لپاره پلانونه جوړ کړي او په هېواد کې د نشهیي توکو د کښت او کارونې مخنیوي له امله اوس افغان ځوانان له اکثریت ناسمو کړنو راګرځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP