کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت اړوند د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت له کورنيو شرکتونو سره د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.
د مخابراتو وزارت نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د «ټيډياېف» لسمې پروژې د درېیم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټېلیکام او اتصالات مخابراتي شرکت د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
په دې اړه جوړ شوي کنفرانس کې د مخابراتو سرپرست وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني، مالي او اداري معین مولوي حنیف همزه، د اترا ادارې رییس مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د افغان ټېلیکام او اتصالات مخاتراتي شرکتونو مسوولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په کنفرانس کې مولوي نجیبالله حیات حقاني په تېرو درېیو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاستهراوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټيډياېف پروژې په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
هغه ویلي: «د ټولیز لاسرسي لسمه پروژه چې د اسلامي امارت له ریاستالوزراء عالي مقام څخه منظور شوې، له مخې به یې د هېواد لرو پرتو سیمو ته ۵۱۰ مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شي.»
هغه زیاته کړې: «د یادې پروژې دوه لاټونه د ۳۲۸۱۴۱۳۶ امریکایي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي، د جوړېدو چارې یې پیل شوې دي او ډېر ژر به فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
نوموړی وایي، د درېیم لاټ له لارې چې د هېواد ۱۵ ولایتونه په ۱۰۴ ولسوالیو کې ۱۴۹ مخابراتي سایتونه شامل دي چې قراردادونه یې د ۱۳ میلیون او ۸۵۷ زره او ۶۸۱ امریکایي ډالرو په ارزښت له ګټونکو شرکتونو مسوولینو سره نن لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې: «د داوطلبۍ په پروسه کې د افغان ټېلیکام مخابراتي شرکت د درېیم لاټ د ۱۱۹ مخابراتي سایټونو او د واحدې منبعې ۲۵ مخابراتي سایټونو او د اتصالات مخابراتي شرکت د واحدې منبعې له طریقه د ۵ مخابراتي سایټونو د جوړولو او فعالولو ګټونکي اعلان شوي دي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ویلي، اوسنی عصر د ټکنالوجۍ عصر دی او دغه وزارت هڅه کوي د هېواد هغو برخو ته چې اوسېدونکي یې تر اوسه مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، مخابراتي خدمات ورسوي.
هغه د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د تړون له اصولو او شرایطو سره سم خپلې چارې ترسره کړي، له قوانینو سرغړونه د منلو وړ نه ده او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د لسمې پروژې د ۵۱۰ سایټونو له ډلې څخه د ۳۲۰ مخابراتي سایټونو تړونونه مخکې له مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.