جلالاباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ظفرخان او لعلمحمد کورنيو شاوخوا لس کاله مخکې د ځمکې پر سر شخړه کړې وه چې په پایله کې یې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
په ننګرهار کې د احمدزيو شورا مشرانو تازه د دغو کورنيو ترمنځ له څو مياشتو منډو ترړو وروسته دواړه کورنۍ يو بل ته ور تر غاړې ایستې او دغه دښمني يې د تل لپاره ختمه کړه.

په همدې موخه د بهسودو ولسوالۍ ميرويس مېنې سيمه کې د احمدزيو شورا له خوا غونډه جوړه شوې وه او د دواړو کورنيو ترمنځ يې د روغې جوړې پرېکړه وکړه.
د قومي جرګې يو غړي نورولي احمدزي وويل، د احمدزيو یحییخېلو قومي شورا چې کله له دې موضوع معلومات ترلاسه کړل، له دواړو خواوو سره يې خبرې وکړې، یوې جرګې ته صلاحیت ورکړل شو او پرته له کومې ستونزې سوله وشوه.
دی وايي، پخوا به په دې ډول جرګو کې ډېر زيان د کورنيو ښځينه طبقې ته رسېده چې لور یا خور به یې په بدو کې ورکولې خو اوس دې جرګې له دغسې بديل ورکړې پرته روغه وکړه او دواړو خواوو هم ياده پرېکړه ومنله.
هغه زیاته کړه چې له پرېکړې د سرغړونې په صورت کې به متخلفه کورنۍ هم ناغه ورکوي او هم به حکومت ته معرفي کېږي.
د جرګې له لوري پخلا شوې کورنۍ له جرګهمارو او منځګړو مننه کوي او وايي، له دې وروسته به په ورورګلوۍ کې ژوند کوي.
د ظفرخان کورنۍ يو غړی رحمانالله وايي، دا لس کاله يې په ډار کې ژوند کړی، له ژوند او کاروبار یې هیڅ خوند نه دی اخیستی او د دواړو خواوو ډېری ځوانان له زدهکړو بې برخې وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
په پای کې د قومي مشرانو له لوري د دواړو کورنیو غړو یو بل ته غاړې ورکړې او یو بل ته یې بښنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې وروسته به د وروڼو په څېر ژوند کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP