Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

بلخ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
2 Oct 2024 - 17:01
بلخ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
2 Oct 2024 - 17:01

مزارشریف (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د بلخ د پوهنې ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کې د فردوسي لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښوونځی د لس میلیون افغانیو په لګښت «له پوهنې د افغانانو ملاتړ» په نوم موسسې په مالي لګښت د اوو میاشتو په موده کې جوړېږي.

د یاد ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د بلخ د پوهنې رییس محمدشریف عثماني زده‌کړې د انسانانو له بنسټیزو اړتیاوو ګڼلې او له نورو موسسو، خیریه بنسټونو او سوداګرو یې غوښتي څو د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دغه ښوونځي د جوړېدو هرکلی کوي.

د یادې سیمې قومي مشر غوث‌الدین له حکومت او یادې موسسې د دغه ښوونځي جوړېدو په پار مننه وکړه او په نورو برخو کې یې هم له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Views: 10

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.