ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په کوټ کې سېلابونو ۷۰۰ جریب فصلونه تخریب کړي

د ننګرهار په کوټ کې سېلابونو ۷۰۰ جریب فصلونه تخریب کړي

author avatar
2 Oct 2024 - 15:46
د ننګرهار په کوټ کې سېلابونو ۷۰۰ جریب فصلونه تخریب کړي
author avatar
2 Oct 2024 - 15:46

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.

مسوولین وايي، که په سيمه کې د سېلاب له امله تخریب شوې ځمکې ونه رغول شي، د بل سېلاب په راتلو به ۱۵۰۰ جریب نوره ځمکه هم تخریب کړي.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني د تلې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوټ ولسوالۍ د ترویج کارکوونکو د معلوماتو پر بنسټ، د دې ولسوالۍ په لاغرجو او فرخشاخېلو کلیو کې د تېرې ورځي باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه تخریب کړي دي.

دی زياتوي، پر یاده ځمکه د رومیانو، جوارو، شولو او نورو سبو فصلونه وو چې سېلابونو تخریب کړل.

دی وايي، که چېرې د سېلابونو مخنیوي لپاره اقدام ونه شي، نو په راتلونکي کې به ۱۵۰۰ جریب نوره ځمکه هم تخریب کړي.

د سبحاني په وينا،  دغه راز په لاغرجو او فروخشاخېلو کې ۱۵ بندونه او سربندونه هم سېلابونو ویجاړ کړي دي.

بلخوا، د کوټ ولسوالۍ کروندګر له حکومت او مرستندویه ادارو د استنادي دېوالونو جوړېدو او بېړنیو مرستو غوښتنې هم لري.

د لاغرجو سيمې يو اوسېدونکی رشيدخان چې پر دوه جریب ځمکه ولاړ فصلونه يې تخریب شوي، وايي، حکومت دې د سېلابونو مهار لپاره په یاده سیمه کې استنادي دېوالونه جوړ کړي.

د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وایي، له زيانمن شوو کروندګرو سره د مرستو او استنادي دېوالونو جوړېدو برخه کې يې له همکارو موسسو د مرستې غوښتنه کړې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.