Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د موټر چپه ‌کېدو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پارون (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د یوه سپرلۍ وړونکي موټر چپه کېدو له امله اووه کسان مړه شوي او اته نور ټپيان دي.

مسوولین وايي، دغه ډاټسن موټر یو ګړنګ ته غورځېدلی او په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند غلام‌رحمان حیدري نن د تلې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازیګر د دواب ولسوالۍ په بجګل سیمه کې یو موټر چې سپرلۍ په کې وه، چپه شوی دی.

هغه زياته کړه، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي.

نوموړي وویل، امنیتي مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي مړي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

بلخوا، د نورستان د والي وياند فریدون صمیم هم پژواک ته دا پېښه تايید کړه او ویې ویل چې سیمه غرنۍ ده، لارې خرابي دي؛ ځکه لږه تېروتنه هم دا ډول پېښې رامنځته کولی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.