Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه هندي پانګوال د افغانستان کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یوه هندي پانګوال د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري نن د هندوستان هېواد د «انفرا سټرکچر پراجکټس» د کان کیندنې شرکت د دفتر له مشر سرینواش اکاپیډي او مل پلاوي سره په کابل کې وليدل.

سرچينه زیاتوي چې سرینواش اکاپیډي د یاد شرکت د کارونو او فعالیتونو په اړه هر معلومات وړاندې کړل ویې ویل: «دا شرکت د کانونو په برخه کې له دېرشو کلونو څخه د زیاتې کاري تجربې، انجنیرانو او روزل شوو متخصصینو په درلودلو سره فعالیت کوي.»

 هغه دغه‌راز، د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز په برخه کې پانګونې ته خپله لېوالتیا وښوده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او طرزالعمل اړوند به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

تردې وړاندې هم ګڼو بهرنیو پانګوالو په افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونو ته لېوالتيا ښودلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.