ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې بڼوال: سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي خو بیه یې ټیټه ده

فاریاب کې بڼوال: سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي خو بیه یې ټیټه ده

author avatar
6 Oct 2024 - 16:11
فاریاب کې بڼوال: سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي خو بیه یې ټیټه ده
author avatar
6 Oct 2024 - 16:11

میمنه (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): فاریاب کې بڼوال وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ ډېر دي، خو بیه یې د تېر کال په نسبت څه باندې ۵۰ سلنه ټیټه ده او کوم عاید چې له باغونو ترلاسه کوي، یوازې هغه شوی لګښت یې هم نه پوره کوي.

د فاریاب د کرنې ریاست مسوولینو د بڼوالو د خبرو په تایید، په بازار کې د انګورو بیې ټيټوالي لامل د دغه محصول ډېروالی، د مارکېټ او د سړو خونو نشتوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد بولي او وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

د فاریاب په شېرین تګاب ولسوالۍ کې یو بڼوال حاجي استانقل وایي چې د انګورو پنځه زره تاکه لري او سږ کال یې حاصلات هم نسبت تېر کال ته څو برابره ډېر دي، خو بیه یې ډېره ټيټه ده او خریدار هم نه لري.

نوموړي د انګورو د بیې ټیټېدو لامل د مارکېټ او سړو خونو نشتوالی یاد کړ او ویې ویل چې تېر کال یو من انګور له ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پلورل کېدل خو سږ کال له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

هغه له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې محصولاتو ته یې بازارموندنه وکړي او په هره ولسوالۍ کې سړې خونې جوړې کړي.

د خواجه سبز‌پوش ولسوالۍ یوه بل بڼوال چې میمنې ښار ته یې انګور راوړي وو، د بازار له نشتوالي او د دغه محصول د بیې له ټیټوالي شکایت درولود، ویې ویل، د انګورو پیسې د لارې کرایه او د باغ مصرف هم نه شي پوره کولای.

ده وویل، کوم انګور یې چې تېر کال په ۲۵۰ افغانۍ پلورل، اوس یې په ۱۰۰ افغانۍ پلوري.

د فاریاب د قیصار یوه بڼوال حیات‌الله وایي، د درېیو باغونو حاصلات یې اجاره کړي، خو سږ کال یې بیه نږدې دوه برابره ټيټه شوې او خریدار هم نه لري.

هغه د انګورو حاصلاتو ډېروالی، بې‌کاري او د خلکو کمزوری اقتصاد د دغه محصول د بیې ټیټوالي لاملونه یاد کړل او زیاته یې کړه: «تېر کال مې یو من تایفي انګور په ۲۵۰ افغانۍ پلورل، خو نن یې په ۱۳۰ افغانۍ پلورم، خریدار نه لري، له بلې خوا تېره شپه چې باران و ورېد، هم باغونو ته یې زیان واړاوه او انګور د خرابېدو په حال کې دي.»

ورته مهال، د فاریاب د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مخدوم حبیب‌الرحمن د بڼوالو د شکایتونو په تایید پژواک ته وویل چې د انګورو د بیې ټیټېدو لامل د انګورو ډېر حاصلات، د بازار نشتوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د کښتونو لپاره اوبه کمې وې خو سږ کال په فاریاب کې د انګورو حاصلات څه باندې ۵۰ سلنه ډېر شوي دي.

هغه وویل: «فاریاب کې د انګورو ۱۶ زره هکټاره باغونه دي او د هر هکټاره یې ۲۱ ټنه حاصل اټکل شوی چې له دې سره به سږ کال بڼوال څه باندې ۳۳۰ زره ټنه انګور او شاوخوا سل زره ټنه ممیز لاس ته راوړي.»

دغه‌ راز، د فاریاب د کرنیزو چارو امر وایي چې له بڼوالو د ملاتړ برخه کې د پام وړ اقدامات شوي او شاوخوا ۴۰۰ ممیز‌خونې په قیصار، المار، خواجه‌سبزپوش او شېرین‌تګاب ولسوالیو کې د بڼوالو له خوا جوړې شوې او ۱۵ نورې د جوړېدو په حال کې دي.

هغه د کرنیزو محصولاتو ساتنې لپاره د سړو خونو نشتوالي په اړه وویل چې یوه سړه خونه په ازمایښتي ډول د یوې همکارې موسسې له خوا جوړه شوې او یوه لویه سړه خونه مخکې په میمنې ښار کې جوړه شوې وه، خو د هغې ځيني تجهیزات او لوازم بشپړ نه دي، موضوع د کرنې له وزارت سره شریکه شوې، ډېر ژر به د بزګرو او بڼوالو ستونزې حل شي.

ورته مهال، د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي په بازار کې د انګورو له ټیټې بیې خوښ دي.

د میمنې ښار د درېیمې ناحیې یو اوسېدونکی محمدشریف وایي، تېر کال یوه کیلو انګور له ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ وو،  نن له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې دي او بې‌وزلې کورنۍ یې هم پېرلی شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.