ژبه

فراه کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې ده

فراهءښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې یوه ۱۴ کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام د دغه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ په سرخ دیوال کلي کې یوه تنکي ځوان د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژلی دی.

سرچینه وايي چې دغه تنکی ځوان میرویس نومېده او ۱۴ کلن و.

خبرپاڼه وايي چې میرویس په رسۍ ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام له نظره، د ځان وژل حرام دي او په ژوند کې د ستونزو د حل لپاره باید نورې لارې ولټول شي.

ورته موضوع