کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان کې راتلونکي ژمي کې د اړینو بېړنیو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اټکل کېږي چې راتلونکی ژمی به د معمول په پرتله ډېر سوړ وي.
سرچینه زیاتوي، یادو پیسو ته اړتیا ده تر څو پر مټ یې سرپناوې ورغول شي او اړو کسانو ته تودې جامې او کمپلې وپېرل شي.
په اعلاميه کې راغلي چې یادې چارې باید د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ ربعې له پای ته رسېدو مخکې بشپړې شي.
سرچینه زیاتوي، له یادو پیسو به ۱۰۴ میلیونه ډالر د خوړو او نورو معیشیتي مرستو لپاره ځانګړي شي او دغه چاره به د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP