کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر خلک په هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتګه شکایت کوي، بلخوا، د چارو پوهان په دغه ډول مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون «ناسم فرهنګ» بولي او وايي، باید د دې ستونزې هواري لپاره یو میکانيزم رامنځته شي.
پژواک خبري اژانس د کابل له يو شمېر ښاريانو سره مرکې کړې، هغوی ویلي چې د خوښيو مراسمو کې یې مېلمانه د بلل شوو مېلمنو دوه برابره ډېر و چې دغه کار د زوم کورنۍ او د هوټل مالک ته ستونزې جوړې کړې وې.
ځینې کورنۍ: د ودونو مراسمو کې د بلل شوو د شمېر دوه برابره مېلمانه ګډون کوي
د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند کوټهسنګي سیمې اوسېدونکې رقيه دليلي د خپل تره د واده له مراسمو چې دوه میاشتې مخکې ترسره شوي، ترخه خاطره لري او وايي، په دغو مراسمو کې له ٥٠٠ ډېرو نابللو مېلمنو ګډون کړى و.
هغې زياته کړه: «په اصل کې موږ تر ٥٠٠ پورې کسان رابللي وو، خو زموږ د مېلمنو شمېر زرو کسانو ته ورسېد؛ موږ په یوه کارت کې درې یا څلور کسان راغوښتي وو، خو ان تر اتو کسانو هم راغلي وو او ځیني مېلمانه مو بېخي نه پېژندل.»
هغې وویل: «... د هوټل ډوډۍ کمه شوه، موږ تر ۷۰۰ کسانو ته ډوډۍ برابره کړې وه، خو مجبور شوو بل هوټل ته د ډوډۍ سفارش ورکړو.»
د رقيې په خبره، تره یې يوه هټۍ لري او شاوخوا څلور کاله يې د کوژدې تېر شول، څو وکولای شي د خپل واده لګښتونه پوره کړي، خو بيا هم پوروړی شو.
هغه وايي: «د هوټل مالک د ناوې او زوم موټر ته اجازه نه ورکوله چې له هوټله ووځي، ویل یې، څو چې پیسې ورنه کړي له هوټله د وتلو اجازه نهلرې، موږ مجبور شوو له خپلو او د ناوې کورنۍ له خپلوانو پیسې پور واخلو، هغوی دې هم خیر یوسي چې له موږ سره یې مرسته وکړه.»
هغه د هوټلونو له مالکانو غواړي څو خپلو خدماتي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړي چې د بلنې کارت له مخې مېلمنو ته تالار ته د ننوتو اجازه ورکړي.
خو دا يوازې رقيه نه ده چې دا ډول شکايت لري، بلکې د کابل ښار شپږمې ناحيې اوسېدونکى محمدمصطفى وايي، د تره د زوى واده یې و، اقتصادي وضعیت یې هم خراب و، د واده له ٥٠ سلنه ډېر لګښت یې پور کړی و، د مراسمو په پای کې یې د هغو ۴۰۰ کسانو لپاره چې نابللي وو، هم پیسې پور کړې.
هغه وویل ، ډېرى مېلمانه يې نږدې خپلوان وو او زياته يې کړه: «یو ناسم دود دی چې که يو کس بلل کېږي، دوه، درې او ان تر پنځو کسانو پورې نابللي هم له ځان سره هوټل ته راولي.»
هغه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه او ويې ويل، په دې برخه کې باید د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړېدو ترڅنګ په ټولو هوټلونو کې داسې سيسټم رامنځته شي چې د بلنې په کارتونو کې یوازې بلل شوو مېلمنو ته د ننوتو اجازه ورکړل شي او هغه کسان چې کارت نه لري، باید د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
دغه راز، په کابل ښار کې د قطرات عالي لېسې مدير سيداحمد حیران په دې اړه وويل: «اوس یو دود دى چې که يو کس رابولې، باید د دوو کسانو لپاره تیاری ونیسې.»
هغه چې دغه کار ناسم عمل او د زوم د کورنۍ بې ابرو کېدو لامل بولي وايي، په يوه واده کې د مېلمنو شمېر دوه برابر ډېر شو او د زوم کورنۍ د بېوسۍ له امله هوټل ته د نابللو کسانو د ډوډۍ د لګښت پیسې نه شوای ورکولای.
هغه زياته کړه: «د زوم پلار مجبور شو چې د ناوې سره زر یوسي او ویې پلوري؛ ځکه د هوټل مالک ویلي وو، څو چې زموږ پیسې رانه کړئ، له هوټله د وتلو اجازه نه لرئ.»
هغه له کورنيو غواړي چې د واده لرونکو ابرو په پام کې ونیسي او د ودونو مراسمو کې دې یوازې هغه کسان ګډون کوي چې د بلنې په کارت کې مشخص شوي وي.
نوموړي له اسلامي امارت او د هوټلونو له مالکانو وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره یو داسې سیسټم جوړ کړي څو له مخې یې له دې وروسته مراسم لرونکي زیانمن نه شي.
د چارو پوهان: د دې ستونزې د حل لپاره دې حکومت یو میکانيزم رامنځته کړي
د افغانستان د علومو اکاډمي د فولکلور او شفاهي ادبیاتو برخې امر څېړنوال دوکتو عبدالاحد منګل په دې اړه وايي: «یو کس چې واده کوي، د بېلګې په توګه ۴۰۰ کسان راغواړي، خو دغه شمېر تر زرو او اتهسوه کسانو رسېږي.»
هغه په هوټلونو کې د ودونو مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون یو ناسم فرهنګ وباله ویې ویل: «هغه کورنۍ چې ډېرې شتمنې دي، هغوی ته نه ښکاري، خو هغه خلک چې وس نه لري، ډېر زیان ورته اوړي؛ ځکه هغه خپلو مالي امکاناتو ته په کتو مېلمانه ورغواړي.»
هغه وویل، که سرپرست حکومت یو میکانيزم جوړ کړي نو ښه به وي؛ د بېلګي په ډول، په هوټلونو کې د کارت کتل جدي ونیول شي او په کارت کې له بلل شوو کسانو پرته بل چا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.
هغه زیاته کړه، باید داسې یوه لایحه جوړه شي چې له مخې یې په هوټلونو کې د واده مراسمو ته له ۵۰۰ ډېر کسان ونه غوښتل شي او سرغړوونکي باید جریمه شي.
په همدی حال کې، یوه دیني عالم شمسالرحمن فروتن پژواک ته وویل: «هغه چې مراسمو ته نه وي بلل شوي خو بیا هم ورځي، دغه کار مراسم لرونکی اندېښمن او له ستونزې سره یې مخ کوي، خواړه یې کمېږي، د مېلمنو ځای تنګېږي، د اسلام مقدس دین وايي چې دغه کار حرام دی؛ ځکه چې یوه کس ته زیان رسېږي.»
هغه زیاته کړه: «رسول (ص) فرمايي چې په اسلام کې ځان او نورو ته زیان رسول نشته؛ نو ځکه یو کس له خپل اقتصاد سره سم خپل خپلوان ورغواړي او د خپلو مېلمنو شمېر ته په کتو خواړه چمتو کوي، ځای ورته برابروي او څوکۍ ورته ږدي ... نو که څوک له بلنې پرته ورشي، نو دا د اسلام د اصولو او زموږ او ستاسو د افغاني او ملي فرهنګ خلاف کار دی.»
هغه د خلکو په مراسمو کې له بلنې پرته د مېلمنو ګډون د غیرت او نرتوب خلاف کار وباله او ویې ویل: «لومړی دا چې د خلکو ترمنځ باید مهرباني او زړهسوی موجود وي څو له مخې یې یو کس له بلنې پرته ولاړ نه شي، په دویم قدم کې د هوټل مالک هم باید په دې برخه کې زړه سوی ولري، هدف یې دا نه وي چې مېلمانه ډېر شي، ډېر مېزونه ونیول شي او خپلې پیسې واخلي.»
فروتن زیاته کړه: «د واده کورنۍ کولای شي په دوو طریقو د نابللو مېلمنو د ورتګ مخه ونیسي، لومړی دا چې هر څوک ورغواړي، ورته ووايي چې دوه کسان راغوښتل شوي یاست، د دې لپاره چې زموږ مراسم ګډوډ نه شي او د مېلمنو ښه عزت وشي، نو تاسې دوه کسان راشئ او ماشومان او نابلل شوي له ځان سره مه راولئ، انشاالله خلک پوهېږي او درک کوي یې، داسې کار به نه کوي.»
هغه هم وړاندیز وکړ چې د هوټل مالکان هم په کارت کې له غوښتل شوو کسانو پرته بل چا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
بلخوا، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه وايي: «د عالي، افغاني او اسلامي فرهنګ نښه همدا ده، کله چې یو کس واده ته نه وي بلل شوی، لازمه نه ده هلته ورشي، په ځانګړې توګه ودونو ته؛ ځکه هر څوک له خپل توان سره سم چمتووالی نیسي او یو معلوم شمېر کسان ورغواړي، کله چې یې په مراسمو کې له معلوم شمېر ډېر کسان ګډون وکړي، له ستونزې سره مخ کېږي، محفل لرونکی هم په یو ډول د کمي احساس کوي، کله یې چې ډوډۍ کمه شي، نو دغه کار د واده د کورنۍ حیثیت ته هم زیان رسوي، نو ټولو خلکو ته په کار ده چې که یو ځای ته نه وي بلل شوي، نو په هيڅ صورت دې نه ورځي.»
هغه زیاتوي، وزارت هڅه کوي د دغه فرهنګ دودولو لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرانونه جوړ کړي.
غفران وايي: «... دا د هوټلونو په مالکانو پورې اړه لري، هغه کس چې مراسم لري، باید خپله ځان ته یو حد وټاکي چې له کارت پرته به چا ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.»
په همدې حال کې، کابل ښار کې د ودونو هوټلونو اتحادیې رییس محمدنادر قرغهيي پژواک ته وویل، د دې ترڅنګ چې نابللي مېلمانه د زوم کورنۍ له ستونزې سره مخ کوي، د هوټل مالک ته هم سرخوږی جوړوي؛ ځکه هوټلدار د بلل شوو مېلمنو د شمېر دوه یا درې برابره کسانو ته خواړه نه شي چمتو کولای.
هغه زیاته کړه: «د هوټل ستونزه دا ده چې که د ۵۰۰ کسانو یو محفل زر کسانو ته ورسېږي، مجبور دی چې خواړه ورته برابر کړي چې که خدای مه کړه یو کس هم وږی له هوټله ووځي، په دې مهنا ده چې ټولو مېلمنو ډوډۍ نه ده خوړلې، یوه ناسمه اوازه خپرېږي.»
د هغه په خبره، ځیني کسان خپلو مراسمو ته د بلل کېدونکو کسانو معلوم شمېر په کارت کې نه لیکي او ډېری بلل شوي له ځان سره د بلنې کارت هوټل ته نه ورسره وړي.
هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې هوټل ته د تلو پر مهال د بلنې کارت له ځان سره ولري او هڅه دې وکړي څو پر وخت ورشي؛ ځکه ځیني بلل شوي کسان ان د شپې تر لسو بجو هم مراسمو ته نه ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP