ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه بهرنۍ کمپنۍ افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي

یوه بهرنۍ کمپنۍ افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي

author avatar
10 Oct 2024 - 10:50
یوه بهرنۍ کمپنۍ افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي
author avatar
10 Oct 2024 - 10:50

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د «رېنیووا» په نوم د یوې جاپاني کمپنۍ رییس د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د رېنیووا (RENOVA) کمپنۍ له رییس جنک واحد سره د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د یادې کمپنۍ رییس وویل چې غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې غواړي په راتلونکي کې افغانستان کې د برېښنا تولید سرچینو څخه د استفادې په موخه خپلې طرحې د افغانستان برېښنا شرکت ته وړاندې او د لمریزې برېښنا تولید کچه تر ۴۷۰ مېګاواټه پورې لوړه کړي.

د معلوماتو له مخې، رېنیووا جاپاني کمپنۍ ده چې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید برخو کې فعالیت لري.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکتونو په دې پروژه کې ۱۸ میلیون ډالر پانګونه کوي او په بشپړېدو به یې د کابل صنعتي پارکونو او عامو هېوادوالو ته برېښنا ورکړل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.