ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د میدان‌ وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې لهامله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار پژواک خبري آژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سیداباد ولسوالۍ د شنیزدرې اړوند شش کلا سيمه کې د کابل  کندهار  پر لویه لار د یوې کرولا ډوله او سراچې موټر د ټکر له امله رامینځته شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه کسان نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، ټپیان روغتیایيي مرکز ته لیږدول شوي دي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.