کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي.
رویټرز راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پرون (جمعه) په ترکمنستان کې لیدلي دي.
په راپور کې راغلي چې دواړو خواوو د خپلو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ودې او په نړۍوالو چارو کې د ورته لیدلورو هرکلی کړی دی.
پوتین چې هېواد یې په کازان کې د اکټوبر له ۲۲ تر ۲۴مې د برېکس هېوادونو مشرانو غونډې کوربه دی، پزشکیان ته یې بلنه ورکړه څو په یوه رسمي سفر کې روسیې ته ورشي چې د ایران ولسمشر یې بلنه ومنله.
پزشکیان پوتین ته ویلي: «زموږ اړیکې له اقتصادي او کلتوري اړخه ورځ تر بلې پياوړي کېږي.»
هغه څرګنده کړې چې د ایران او روسیې د همکاریو د ودې لړۍ د دواړو هېوادو د مشرانو د ارادې په پام کې نیولو سره باید چټکه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP