کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وشوې.
یاد وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دواړو لوریو دغه راز د امو دریا نفتي حوزې او مس عینک پروژو برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP