ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښرنې اوسېدونکي: د ښار په ډېرو سیمو کې ترانسپورټي اسانتیاوې نشته

د ښرنې اوسېدونکي: د ښار په ډېرو سیمو کې ترانسپورټي اسانتیاوې نشته

author avatar
13 Oct 2024 - 15:11
د ښرنې اوسېدونکي: د ښار په ډېرو سیمو کې ترانسپورټي اسانتیاوې نشته
ارشیف
author avatar
13 Oct 2024 - 15:11

ښرنه (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په ښار کې له یوې سیمې بلې ته د تګ لپاره هېڅ ډول ترانسپورټي اسانتیاوې نشته او دوی اړ دي په پښو مزل وکړي.

هغوی غوښتنه کوي چې حکومت باید دغه لویه ستونزه هواره کړي.

بل لورته، حکومتي مسوولین هم تاییدوي چې په ښرنه کې دننه په منظم ډول ترانسپورټي سیسټم نشته دی.

د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي کبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې دننه هېڅ ډول ترانسپورټي اسانتیاوې نشته چې خلک په خپل ورځني ژوند کې د تګ راتګ لپاره ترې استفاده وکړي.

هغه وویل: «کله هم چې د ښار اړوند سیمو لکه دیګانو، کوټوالو او یا نورو کلیو ته خلک ځي، نو ټول په پښو روان وي، په لارو کې شخصي موټرو او موټرسایکلونو ته لاس ورکوي که د چا خوښه وه نفر پورته کړي، کنه زیاتره یې نه پورته کوي، نو زموږ دا ډېره لویه ستونزه ده، باید د حل لپاره یې کار وشي.»

دغه راز، د مرکز ښرنې یوه بل اوسېدونکي نوراحمد هم له پژواک سره خبرو کې وویل چې په مرکز ښرنه کې هېڅ ډول ترانسپورټي اسانتیاوې نشته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «دلته ترانسپورټ بیخي نشته، نه په ښار کې شته او نه هم کلیو کې شته که څوک چېرته ځي نو مجبور دی چې موټر کرایه کړي، چې بیا یې کرایه ډېره لوړه وي او هر څوک یې توان نه لري.»

د مرکز ښرنې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم د ترانسپورټي اسانتیاوو له نشتون شکایت وکړ او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

په ورته وخت کې، د پکتیکا حکومتي مسوولین هم تاییدوي چې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د منظم ترانسپورټ نشتون له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت پژواک ته وویل چې د ترانسپورټ ریاست مسوولینو ته یې هدایت ورکړی څو هر څه ژر په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د ترانسپورټ برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل: «تاسو ته معلومات شته چې د پکتیکا په ولسوالیو او مرکز کې د ترانسپورټ برخه کې ستونزې موجودې دي، موږ د ترانسپورټ مسوولینو ته هدایت ورکړی چې په ښار کې بېلابېل تمځایونه او ترانسپورټ برابر کړي، څو خلک ولسوالیو ته په اسانۍ لاړ شي او په ښار کې هم خلک په اسانۍ تګ راتګ وکولی شي.»

د پکتیکا مرکز ښرنې اوسېدونکو دا هم وویل چې په ښار کې دولتي برېښنا هم نه لري او د ډېرو سیمو اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.