مزارشریف (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې او ماشومان د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند یلمرب سیمه هغه ځای دی چې هره ورځ لسګونه ښځې له خپلو ماشومانو سره په کې د کار موندلو په موخه را ټوليږي.

په یادو ښځو کې ډېری هغه دي چې د خپلې کورنۍ د نفقې تامینولو مسوولیت پر غاړه لري.

د دغو کارګرو ښځو له ډلې حمیرا پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ دې سیمې ته د کار موندلو په موخه راځي، خو که یوه ورځ کار پیدا کړي څو ورځې نور بیا وزګاره وي.

دې زیاته کړه: «د ژوند وضعیت مې خراب دی، اووه سره ماشومان لرم او خاوند مې مړ شوی دی، زه خپله دلته د کار کولو لپاره راځم، خو کله کار پیدا کېږي او کله بیخي نه وي.»

هغې وویل چې د یوې کارګرې مزد ۱۵۰ افغانۍ دی چې له وچې ډوډۍ پرته پرې نور هیڅ هم نه کېږي.

شاهګل د دې سیمې یوه بله کارګره هم د کار له کموالي شکایت کوي او وایي، سهار له لمانځه وروسته د کار په تمه راځي، خو ډېری وخت تر ماښامه ورته کار نه پیدا کېږي.

هغې زیاته کړه: «خاوند مې وزګاره دی، زه د ۱۵۰ افغانیو په مزد ټوله ورځ کار کوم، سخت ژوند تېروم، په دې پیسو نه ډوډۍ کېږي، نه د کور کرایه او نه هم ژوند تېرېږي.»

نوموړې له حکومته غوښتنه وکړه چې مرسته او لاسنیوی یې وکړي.

مرجان یوه بله کارګره هم د کار له کموالي شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دوی ته په دایمي توګه کاري فرصتونه برابر او یا هم مرسته ورسره وکړي.

د دغو کارګرو ښځو سربېره یو شمېر ماشومان هم یادې سیمې ته د کار موندنې په موخه راځي.

د بشیر په نوم ۱۳ کلن ماشوم وایي چې پلار یې ایران کې مزدوري کوي او دی اړ دی چې د خپلې کورنۍ نفقې پیدا کولو کې له پلار سره مرسته وکړي.

هغه وایي، دا مهال چې د پنبې د حاصلاتو راټولولو موسوم دی، کله نا کله ورته کار پیدا کېږي او یو من پنبه په ۵۰ افغانیو راټولوي.

بلخوا، د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست ښځو ته کار موندنې برخه کې ډاډ ورکوي.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالرحیم قانت پژواک ته وویل، اسلامي امارت هڅه کوي څو هغو ښځو ته چې د سړک پر غاړه کار کوي او یا هم پر نورو درنو کارونو بوختې دي، کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاتوي، په دې وروستیو کې د حرفې په نوم یو امریت جوړېږي، څو کارګرو، کونډو او بېوزلو ښځو ته کاري فرصتونه برابر او یا هم له هغوی سره نغدي یا غیرنغدي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې حکومتي چارواکو ویلي وو چې د بېکارۍ کچې ټيټولو او کارموندنې په موخه پر لنډمهالو او منځمهالو طرحو کار کوي او د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.