Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې یو شمېر خلک: حکومت دې په دغه ولایت کې د وحشي ژوو د ښکار بشپړ مخنیوی وکړي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د وحشي ژوو ښکار د پام وړ کم شوی، خو اوس هم یوه ستونزه ګڼل کېږي او باید د بشپړ درېدو لپاره یې اقدام وشي.

د بدخشان یو اوسېدونکی ظهورالله فخري وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې د اوبیزو موجوداتو ترڅنګ د مرغانو او وحشي ژوو ښکار په ډېر بې‌رحمانه ډول تر سره کېده خو په تېرو درېیو کلونو کې د وحشي ژوو پر هر ډول ښکار بندیز لګېدلی دی.

هغه له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د وحشي ژوو ښکار په بشپړ ډول صفر ته راښکته کړي څو نسل یې  بېرته ډېر شي.

د بدخشان یوه بل اوسېدونکي عطاالله هم له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د وحشي ژوو ښکار مخنیوي برخه کې چې د ورکېدو ګواښ یې شتون لري، جدي اقدامات وکړي.

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي ایت‌الله غفراني په دغه ولایت کې د ښکار لاملونه پاکستانۍ جالۍ او ښکاري ټوپک یادوي او له اسلامي امارته د هغو د راټولولو غوښتنه کوي څو د وحشي ژوو ښکار صفر شي.

بلخوا، د بدخشان د کوچني پامیر د درې او غجیر یوه اوسېدونکي نجي‌الله د دغه ولایت په کوچني پامیر کې د ځينو وحشي ژوو لکه د هوسۍ او مارکوپولو کمېدو لاملونه د واورین پړانګ حملې، لېوان، ډېره واوره ورېدل او د وښو نشتوالی یادوي.

خو بدخشان کې د وحشي ژوو برخې یوه پوه ضیاالحق کامران وایي چې په دغه ولایت کې د نړۍ ۲۵ ډوله وحشي او کم‌یابه حیوانات شته چې نسلونه یې د واخان ملي پارک ترڅنګ د بدخشان د ټولو ولسوالیو غرونو کې لیدل کېږي.

هغه د ښکار لاملونه د خلکو بې‌وزلي او د چاپېریال ساتنې له قوانینو د خلکو نه خبرتیا بولي او وایي چې په دې برخه کې د چاپېریال‌ساتنې رضاکارانو له خوا لازم پوهاوی ورکړل شوی او دا لړۍ باید دوام وکړي.

نوموړی وایي چې وحشي ژوي په طبیعت کې ځنځیري تسلسل لري چې د یو ډول په ښکارولو سره نور ډولنه له انقراض سره مخ کېږي.

د واخان ملي پارک کارپوه شېرزي نعیمي وویل چې د وحشي ژوو د ښکار مخنیوي په اړه د سیمې له اوسېدونکو او نظامیانو سره ډېرې ناستې شوې او دوی هم د وحشي ژوو د ښکار مخنیوي ژمنې کړي چې دمګړۍ د واخان غرونو کې له ۱۰۰ تر ۴۰۰ ډوله وحشي حیوانات لکه هوسۍ مارکوپولو، بزرنګ او نخچیري هوسۍ شتون لري.

خو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري وایي چې د ملي پارک مربوطاتو کې د وحشي ژوو د ښکار او هوایي ډزو برخه کې اقدامات شوي او په ښکار کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه بدخشان د هېواد د طبیعي سرچینو او وحشي ژوو ګنج وباله او ویې ویل چې په تېر کې د وحشي ژوو بې‌رحمانه ښکار د هوسیو د فرار لامل شوی و.

بلخوا، د بدخشان د چاپېریال‌ساتنې رییس قاري فیض‌الرحمن ابراهیمي وویل چې د بدخشان والي ټولو نظامي او مُلکي بنسټونو ته په قاطع ډول سپارښتنه کړې چې د وحشي ژوو له ښکاریانو سره جدي او قانوني چلند وکړي او سرغړوونکې دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.