Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې د شیدو د پروسس یوې پخوانۍ کارخونې د بیارغونې چارې پیل شوې

لښکرګاه کې د شیدو د پروسس یوې پخوانۍ کارخونې د بیارغونې چارې پیل شوې

author avatar
16 Oct 2024 - 15:05
لښکرګاه کې د شیدو د پروسس یوې پخوانۍ کارخونې د بیارغونې چارې پیل شوې
author avatar
16 Oct 2024 - 15:05

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له خوا د نږدې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د شیدو د پروسس یوې پخوانۍ تخریب شوې کارخونې بیارغونې چارې پیل شوې.

د دې کارخونې د بیارغونې چارې نن د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یو شمېر حکومتي چارواکو په حضور کې پیل شوې.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نیازمحمد وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده کارخونه د ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړه شوې چې د تېرو حکومتونو پر مهال یې ودانۍ او وسایل په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو چې اوس یې یو ځل بیا د خصوصي سکټور د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې چارې پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه: «په دې فابریکه کې به په اتو ساعتونو کې ۴۰ ټنه شیدې پروسس کېږي چې شیدې، مستې، شړومبې، پنیر، پېروی او شیدې‌لرونکې انرژیاني به تولیدوي او د هلمند ترڅنګ به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.«

ورته مهال، د یادې کارخونې مسوول ډاکټر محمد‌الله وویل: «موږ به د هلمند له ټولو ولسوالیو شیدې راوړو او په دې فابریکه کې به ورڅخه استفاده کېږي.»

هغه زیاته کړه، په دې کارخونه کې به ۱۲۰ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا څلور زره کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده، د اسلامي‌امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې یو شمېر صنعتي فابریکې فعالې شوې چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، زرګونو کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.