Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له شپږو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د زندانونو چارو د سمون له ادارې، د علومو اکاډمۍ، د کورنیو چارو له وزارت، اسلامي بانک، افغان ملي بانک او یوې موسسې سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

یاد هوکړه‌لیکونه نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست مولوي غلام‌حیدر شهامت او د یادو ادارو د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شول.

د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک پر مهال د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مولوي محمدیوسف مستري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي، تخنیکي علومو مرستیال او کفیل شیخ‌الحدیث مولوي امیرجان ثاقب، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوي حسیب‌الله احمدي، د اسلامي بانک رییس جاوېداحمد ظاهري، د ملي بانک اجرائیوي ریيس دوکتور شاکر جلالي او د «افغانانو لپاره د ښه ژوند» موسسې رییس جمال‌الدین عظیمي هم حضور درلود.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به محبوسینو ته د مسلکي او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي، څو هغوی له دې لارې د بند پر مهال او له زندانه تر ازادېدو وروسته د ژوند چارې سمبال کړي.

دی وايي، د اکاډمیکو اړیکو، علمي، تحقیقي او روزنیزو همکاریو د پیاوړتیا، له فرصتونو، امکاناتو، ظرفیتونو او علمي لاسته‌راوړنو د ښې ګټې اخیستنې په موخه یې د علومو له اکاډمۍ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

هغه زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معینیت سره د لاسلیک شوې هوکړې موخه پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول دي.

دی زیاتوي، د افغانستان له اسلامي بانک سره د هوکړې موخه د کاري بهیر ګړندي کول او په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو او استادانو د معاشونو د وېش برخه کې په شفاف ډول د بانکي خدمتونو وړاندې کول دي.

د شهامت په خبره، له افغان ملي بانک سره د لاسلیک شوې هوکړې موخه په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د محصلینو او زده‌کوونکو د بدل اعاشې پیسو د ورکړې برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرول دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست د معلوماتو له مخې، د « افغانانو لپاره د ښه ژوند» له موسسې سره د هوکړې موخه د دواړو خواوو ترمنځ د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو د طرحې او تطبیق برخه کې د همکارۍ زمینه برابرول او د مسلکي او حرفوي کارونو برابرولو له لارې د بېوزلۍ کمول دي.

دا په داسې حال ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۵مه هم کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې له یوه دولتي او څلورو خصوصي بنسټونو سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.