ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عبدالرحمن پژواک د «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه

د عبدالرحمن پژواک د «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه

author avatar
18 Oct 2024 - 23:45
د عبدالرحمن پژواک د «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه
author avatar
18 Oct 2024 - 23:45

د پژواک بنیاد له لوري په انلاین بڼه د افغانستان د یوه سیاسي او فرهنګي شخصیت عبدالرحمن پژواک «زوی د افغانستان» کتاب مخکتنه وشوه.

له عبدالرحمن پژاواک څخه مقالې، ناولونه، کیسې او ډېر چاپ شوي او ناچاپ شعرونه او اثار پاتې دي.

د مخکتنې په دغه انلاین پروګرام کې د عبدالرحمن پژواک د کورنۍ د غړو ترڅنګ د هېواد ګڼ شمېر مشهورو علمي څېرو، ليکوالانو، ژورنالېستانو او عامو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

د پروګرام په پیل کې د عبدالرحمن پژواک لمسي فرهاد پژواک وویل چې په «زوی د افغانستان» کتاب کې د استاد پژواک خاطرې او یادښتونه را ټول شوي دي.

هغه وویل چې دا کتاب مخکې په دري ژبه لیکل شوی و خو اوس پښتو ته هم ژباړل شوی څو ټولو ته د لوستلو او پوهېدو وړ وي.

ده زیاته کړه: «استاد پژواک د خلکو خدمتګار و او دا زما مسوولیت دی چې زه د هغه اثار خلکو په دري او پښتو ژبو ورسوم.»

د فرهاد پژواک په وینا استاد پژواک تل په ملي او نړۍواله کچه هڅه کړې د خپلو خلکو د ملي ګټو لپاره کار وکړي.

نوموړی زیاتوی چې استاد پژواک له تبیض، افراط او نفاق څخه وېره درلوده او تل یې پر وړاندې مبارزه کړې.

دغه راز په دغه پروګرام کې څېړونکي او په تهران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لیوال وویل چې د افغانانو د سیاسیت او فرهنګ د پیاوړتیا لپاره باید د استاد عبدالرحمن پژواک ټول اثار او لیکنې خپاره شي.

لیوال وايي، استاد پژواک د پښتونستان په اصلي قضیه پوهېده او همدا لامل و چې تل یې د افغاناننو ترمنځ پر ملت پالنې ټینګار کاوه.

د هغه په وینا استاد پژواک په زوی د افغانستان کې کتاب کې ویلي چې پښتونستان د افغانستان یوه برخه ده او افغانستان یې باید په اړه روښانه دریځ ولري.

دی زیاتوی چې د استاد پژواک خبرې یواځې د هغې زمانې نه بلکې د اوسني زمانې خلکو ته هم متوجه دي څو ويې لولي او عملي يې کړي.

همدارنګه بل څېړونکي امین طرزي وویل، استاد پژواک چې هغه مهال کومې وړاندینې کړي هغه ټول اوس لیدل کیږي او افغانستان له هماغو ستونزه سره مخ دی.

ده وویل چې پژواک په خپلو لیکنو کې حقیقتونه په ډېر ظرافت او زوړرتیا سره ویلي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه وویل: «پژواک د افغانستان د وخت واکمن ببرک کارمل ته په یوه لیک کې ويلي چې افغانستان د روسانو ځای نه دی او هغه مفکوره چې تاسو په دې وخت کې افغانستان ته راوړې عملي نه ده.»

د نوموړي د استاد پژواک له قوله وايي چې افغانستان به هېڅ وخت یو ارامه هېواد نه وي څو له ایران او پاکستان سره یو تفاهم ته ونه رسېږي.

دغه راز د افغاني سرې میاشتې پخوانۍ رییسې نیلاب مبارز وویل چې استاد پژواک همیشه ویل، افغانان ازادي خوښوي او باید ازاد وي هېڅ وخت غلامي نه مني او که څوک یې د غلامۍ هڅه وکړي نو پر وړاندې یې جګړه کوي.

مبارز وايي، که څه هم په اوس وخت کې افغانستان ازاد دی خو ښځې اسیرانی دی او ازادي نه لري.

دې وویل استاد پژواک د ملګرو ملتونو منشور تعدیل کړ او نړۍوالو شخړو او ستونزو په حل کې یې مهمه ونډه درلوده نو وړاندیز دا دی چې اوسني ځوانان باید د هغه تګلاره تعقیب او عمل پرې وکړي.

همدارنګه بل څېړونکي داوود وفا وویل چې استاد پژواک یو ملي، سیاسي او فرهنګي شخصیت و چې په پښتو او دري ژبه یې ډېر شعرونه او مقالې لیکلي چې په ټولو کې یې هېوادنۍ مینه له ورایه ښکاري.

ده وویل چې پژواک په خپلو ټولو لیکنو او نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغانان له حقوقو دفاع کړی نو هماغه و چې د افغانستان ځیني مغرض ګاونډیان یې سخت وارخطا کړي وو.

د یادونې وړ ده چې استاد پژواک، ۲۵ کاله وړاندې د ۷۶ کلنۍ په عمر د پېښور په حیات اباد سیمه کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.