ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

author avatar
19 Oct 2024 - 17:50
تېره اونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو
author avatar
19 Oct 2024 - 17:50

کابل (پژواک ۲۸ تله ۱۴۰۳): تېره اونۍ د شانګهای سازمان سرمشریزې د خبرو له لارې د هېوادونو ترمنځ د شخړو پر هواري ټینګار وکړ، المان له افغانستان سره ۱۱،۲میلیون ډالره مرسته وکړه او په ایران کې د لسګونو افغان کډوالو د وژلو په اړه راپورونه خپاره شول، خو ایران رد کړل او ا.ا یې څېړنې ته پلاوی وټاکه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د شانګهای سازمان د خبرو له لارې د اختلافونو پر حل ټینګار وکړ.
  • حال‌وش ایران کې د۲۶۰ افغان کډوالو د وژلو ادعا وکړه، خو ایران رد کړه او ا.ا یې څېړنې ته پلاوی وټاکه
  • م.م: ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونو په اړه دې څېړنه وشي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، د فارياب امنيې قوماندانۍ وياند عبدالله مرادي د پژواک اژانس خبریال ته وویل، د فارياب – بادغيس لویې لارې په «اق کوتل» سيمه کې پر یوه مسافروړونکي موټر د وسله‌والو غلو په بريد کې د دوو امنیتي سرتېرو او یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې دوو بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۳مه سرمشریزه

تېره اونۍ، د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه ۲۳مه دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان په اسلام‌اباد کې جوړه شوه.

د یادې غونډې په ګډه اعلامیه کې د خبرو او مشورې له لارې د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او شخړو د هواري لپاره پر ژمنتیا ټینګار شوی او په کې راغلي، خلک حق لري چې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لاره غوره کړي او د دولتونو خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی د دوامدار پرمختګ بنسټ دی.

د افغانستان سرپرست حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

خو له یادې ناستې مخکې د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر حیثیت لري او افغانستان له غړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو مېکانېزمونو له لارې ښې اړیکې لري.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار یادې ناسته ته د افغانستان د نه بلل کېدو په اړه ویلي: «د افغانستان موضوع له ۲۰۲۱ کال راهیسې داسې ده، که څه هم دایمي غړی نه‌‌ و؛ خو د څارونکي په توګه یې د دغه سازمان غړیتوب درلود؛ خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې څارونکی غړیتوب هم ځنډېدلی و، له همدې امله هغوی دې سرمشریزې ته نه‌دي بلل شوي، نو پاکستان هم د دې موضوع په تړاو په یوازې سر پرېکړه نه‌شي کولای.»

ایران کې د افغان کډوالو د وژلو راپورونه

د ایران د بشري حقونو سازمان (حال‌وش) ادعا کړې چې د ایران سرحدي ځواکونو دغه هېواد ته پر تلونکو افغانانو ډزې کړې او دوو عیني شاهدانو ویلي چې په دغو ډزو کې ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.

دغه څرګندونې نورو سرچینو نه دي تایید کړي، ایران رد کړې او د افغانستان اسلامي امارت یې څېړنې ته لوړپوړی پلاوی ټاکلی، وایي چې د موضوع له روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.

ملګرو ملتونو بیا ویلي چې په دې اړه دې ڼه څېړنه وشي.

له دې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدنه کې ویلي وو، ا.ا هوډ لري چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي خو باید داسې ګډه تګلاره رامنځته شي چې دغه پروسه په باعزته ډول ترسره شي.

په دې وروستیو کې له ایرانه راایستل شوو یو شمېر افغان کډوالو پژواک ته ویلي چې د ایران پولیس ورسره بد چلند کوي او په زور یې له دغه هېواده باسي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ المان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۱،۲میلیون ډالره مرسته وکړه.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.