Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د شولو حاصلاتو ډېرېدل؛ کروندګر: خلک دې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي

هرات (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر کروندګر وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شولو حاصلات ښه دي، باید خلک او حکومتي ادارې له بزګرو د ملاتړ په موخه د هېواد په داخل کې له تولید شوو وریجو استفاده وکړي.

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یوه بزګر چې شولې یې کرلې، له خلکو د داخلي تولیداتو د استفادې غوښتنه کوي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل، هرات کې تولیدې شوې وریجې د کیفیت له پلوه ډېرې ښې دي، له حکومته غوښتنه کوي څو له کروندګرو د ملاتړ په موخه ټولې مُلکي او نظامي ادارې په هېواد کې له تولید شوو وریجو استفاده وکړي.

په دغه ولایت کې یو بل کروندګر عبدالوهاب سږ کال د شولې حاصلاتو د ډېرېدو خبره کوي او وایي، هیله‌من دي چې سږ کال له هر جریب ځمکې ۱۲۰۰ کیلو وریجې حاصل واخلي.

نوموړي چې پر څه باندې شپږ جریب ځمکه یې شولې کرلې، د دغه ولایت له ځایي ادارې غوښتنه وکړه څو له داخلي محصولاتو او تولیداتو د استفادې په موخه د امنیتي ارګانونو د هڅونې سربېره له بزګرو هم ملاتړ وکړي او د شولو له کروندګرو د لا ډېر ملاتړ په موخه باید د دغه ولایت د کرنې له ریاست سره په همغږۍ حمایوي پرګرامونه ولري.

ورته مهال، د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم له بزګرو د ملاتړ په موخه له داخلي تولیداتو پر استفادې ټينګار کوي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیراحمد بهادري له پژواک سره په خبرو کې له کروندګرو ملاتړ مهم وباله ویې ویل چې سږ کال نسبت تېرو کلونو ته د دغه ولایت په ډېرو ځایونو کې وریجي کرل شوې او خلک باید د هغو محصولاتو په اخیستو له کروندګرو ملاتړ وکړي.

ورته مهال، د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، وړاندوینې ښیي چې سږ کال به له دغه ولایته ۹۴۴۷ متریک ټنه وریجې ترلاسه شي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدنسیم سحر وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۱۴۹ هکتاره ځمکه شولې کرل شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه ډېروالی ښیي.

د هغه په خبره، د کروندګرو محصولاتو لپاره د بازارموندنې برخه کې، د کرنې ریاست له اړوندو اداره سره په همغږۍ همېشه هڅه کړې او د کروندګرو د ملاتړ په موخه یې له هرې ممکنې لارې استفاده کړې ده.

مسوولین وایي چې ډېرې شولې د هرات په ګذرې، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو کې کرل کېږي او نسبت نورو کرنیزو محصولاتو ته ډېرو اوبو ته اړتیا لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.